د هرات اډې دوکانداران: د عامي روغتيا رياست دکورونا په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي

رپوټ: مهتمم صالح

هرات ته له ايرانه زيات شمېر کډوال راغلي دي، چي په هغو کي ځيني کسان په کورونا اخته ول او په هرات کي يې هم دغه وايروس خپور کړ، چي اوس د هيواد په زياتو ولايتونو کي د کورونا مثبتي پېښي ثبت سوي دي.

په کندهار کي د هرات اډې دوکانداران وايي، د عامي روغتيا رياست دوی ته د کورونا په اړه هيڅ عامه پوهاوی نه دئ ورکړی.

دوی وايي، يوازي يوه ورځ روغتيايي کسان ورته راغلي دي، دوا پاشي یې کړې ده او هوټلونه يې بند کړي دي، خو نور يې هيڅ معلومات نه دي ورکړي، خو اوس هم هره ورځ له هرات څخه زيات مسافر راځي.

دوی زياتوي، امنيتي کسانو يې په زور دوکانونه ور تړلي دي، چي اوس دوی د خپلو اولادونو له پاره د ډوډۍ پيسې نه لري.

دوی غوښتنه کوي، چي مسئولي ادارې دي د يو پلان له مخي د ښار دوکانونه وتړي او له ښاره دي د هرات څخه راتلونکي مسافر بند کړي.

خو د کندهار د عامي روغتيا مرستيال موسی جان سلطاني وايي، دوی په ټول ولايت کي د کورونا په اړه عامه پوهاوی ورکړی او خلګو ته یې بېلابيلي لارښووني کړي، څو د وقايې له پاره ورڅخه استفاده وکړي.

هغه وايي، دوی د مسافرو له پاره هوټلونه تړلي دي، نو هغه مسافر چي له هراته راځي دلته نه پاتېږي، سيده کابل يا نورو ولايتونو ته ځي.

د سطاني په خبره، هرات اډه ټوله دوا پاشي کړې او موټر چلوونکو ته يې هم سپارښتنه کړې ده، چي موټر سهار او ماښام دوا پاشي کړي. سطاني زياتوي، دوی له سوادګرو څخه غوښتنه کړې، چي په دغه حساس وخت کي له خپلو غريبو هيواد والو سره مرسته وکړي، څو د بې کارۍ په دغه ورځو کي هغوی د ماښام يوه ګوله ډوډ

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...