په کندهار کي ځوان فعالان وايي، په دغه ولايت کي د خيرات غوښتوونکو کوچنيانو شمیر ورځ تر بلي ډیريږي

راپور: مهتمم صالح

دوی وايي، ځيني کورنۍ د دې پر ځای، چي کوچنيانو زده کړو ته واستوي، شاقه کارونو يا خيرات غوښتلو ته يې مجبوروي.

په کندهار ولايت کي د خيرات غوښتونکو شمېر ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دی.

غربت او د کار نه شتون د فقر په زیاتوالي کي د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی.

په دغه ولایت کي ځوان فعالان وايي، د خيرات غوښتوونکو کوچنيانو شمیر ورځ تر بلي ډیريږي، چي په خبره زيات يې حرفي دي.

دغه راز ځوانان وايي، په دغه ولایت زيات کوچنيان د کورنیو لخوا په شاقه کارونو بوخت دي، چي لامل يې غربت، مهاجرت او د کار نه شتون دی.

د کندهار د بشرحقوق کمېسيون د کوچنيانو د څانکي مسؤل شمس الدين تنوير وايي، د کار او ټولينز چارو وزارت دي غيربو کوچنيانو ته معاش وټاکي او دولت دي د ميخانيکي ښوونځيو شمېر ډېر کړي.

تنوير وايي، دغه خيرات د کوچنيانو ژوند خرابوي او په راتلونکي کي نه سي کولای چي کار وکړي، نو تل به خيرات غواړي.

ځوانان وايي، که په هيواد کي امنيت راسي او د کار زمینه برابره سي، د دغه فقر او خيرات غوښتونکو شمېر به کم سي او دغه کوچنيانو ته بايد دولت یتيم خوني جوړي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...