زابل ولایت اوسیدونکو له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چي له افغان حکومت سره اوربند وکړي

راپور: ثاراحمد څپاند 

وروسته له هغه چي  د هیواد په یو شمیر ولایتونو کي د سولی او اوربند په ملاتړ غونډي او لاریونونه وسولي  د جمعی په ورځ د زابل سلګونو اوسیدونکو هم د سولي لپاره خپل ږغ پورته کړ.

تیره ورځ سهار د دې ولایت سلګونه قومي مشران، ځوانان او عام اوسیدونکي د دې ولایت د قبایلو په ریاست کي را غونډ سوي وه او وروسته یې تر عیدګاه مسجد پوري لاریون وکړ او د جنګ پر ضد شعارونه یې ورکول .

د لاریون مشرانو په عیدګاه مسجد کي په خپلو ویناو کي ټینګار وکړ چي باید وسله وال طالبان او حکومت اوربند وکړي او روانه جګړه پای ته ورسوي ځکه یوازي افغانان کولای سي چي دا جګړه پای ته ورسوي.

یو شمیر ګډونوال وایي، ټول افغانان او په ځانګړې توګه زابلیان د سولي د هڅو ملاتړ کوي او تر هغه وخته به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي چي په هیواد کي جنګ ختم سي .

په داسی حال کي د سولی په ملاتړ غونډه کيږي چي د افغان حکومت او نړیوالي ټولني لخوا د طالبانو سره د سولي هڅي چټکي سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...