راپور: نقیب صدیقي
په دې نظامي تمریناتو کي هاوان، ټانکونه، الوتکي برخه لري او سرتیرو ته دا روزنه ورکول کیږي چي په یوه عملیاتي ساحه کي هدف الوتکو ته په نښه کړي او له هغوی څخه مرسته وغواړي.
کومانډو ځواکونه وايي، داسې عملیات تر سره کوي، چي یوه څلویښت کلنه اردو یې باید وکړي په داسي حال کي چي د افغانستان د اردو له جوړیدو یوازي ۱۷ کاله تیریږي.
دوی وايي، د بریالیو عملیاتو نتیجه یې ښه روزنه ده چي تر لاسه کوي یې.
د افغانستان د اردو هغه کسان چي ځانګړې وړتیاوي ولري او د سختي پوځي روزني له بهیر څخه تیر سي، کومانډو یا ځانګړو ځواکونو ته جذبیږي.
د ځانګړو ځواکونو سرتیري وايي، که څه هم د بېلابېلو وسلو استعمال یې د جګړې په ډګر کي هم کړی دی خو غواړي چي لا هم په دې برخه کي ښه روزنه تر لاسه کړي.
په جنوب کې د کومانډو ځواکونو د څلورمي لوا قوماندان برید جنرال عبدالصمد حکیمي وايي، وسله وال طالبان به یا سوله کوي او یا به د دوی له خوا له منځه وړل کیږي.
هغه وویل، د وسله والو تمویل کوونکي هم باید په دې پوه سي که دا جګړه هر څومره اوږدیږي دوی به یې په وړاندي ودریږي او د خپل هیواد دفاع به کوي.
د افغانستان د اردو ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې هم بریاوې لرلي دي.
دغو ځواکونو ډیر ځله د وسله والو له خوا برمته سوي کسان آزاد کړي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون