په کندهار کي امت خیریه ټولني له خوا د ۱۹۰۰ کورنیو سره د ژمني توکو مرسته وسوه

راپور: نقیب صدیقي

دا مهال په کندهار کي ډیری بې وزله کورنۍ سته، چي د ژمي په راتلو سره له زیاتو ستونزو سره مخ سوي.

دوی له شتمنو کسانو غواړي چي د بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي.

په کندهار کي  د امت خیریه ټولني د هغو ۱۹۰۰ کورنیو سره د ژمني موادو مرسته وکړه چي غریب او معلول کسان وو.

ددې ټولني مشر  مولوي محمد حقاني وايي، په دغه مرسته کي کالي، توسان، بوټونه او نور اړین توکي موجود دي چي بې وزله کسانو ته يي ورکوي.

دی وایي، دا مرسته چي د شپرو زرو کورنیو لپاره په پام کي نیول سوې ده، چي د کندهار ښار تر څنګ به  په شپږو ولسوالیو کي پر غریبو او بې وسه کورنیو وویشل سو.

دغه کسان چي مرسته یې تر لاسه کړې ده وايي، ژوند يې له زیاتو ستونزو سره مخ دی، ځکه نه د کار کولو توان لري او نه یې هم چا يي پوښتنه کړي.

دوی که څه هم له دغه مرستي خوشحاله دي خو د مرسته کونکو څخه غواړي چي د دوی سره د خوراکي توکو مرستي وکړي.

دوی وایي، دا مرسته دوی ته بسنه نه سي کولای او له نورو شتمنو کسانو هم غواړي چي له دوی سره مرستي وکړي.

د ژمي د یخي هوا په رارسیدو سره دلته په کندهار کي ډیری بې وزله کورنۍ له ستونزو سره مخ دي، چي د حکومت او شتمنو کسانو د مرستو په تمه شپي او ورځي تیر وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...