په کندهار کي هره ورځ په زرګونه کسان د راتلوونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوي

د کندهار ولایت چي دا مهال تر درې میلونه زیات نفوس لري، دا ځل د نورو وختونو په خلاف په خورا غټ اکثریت نوم لیکنه کیږي، چي دغه پروسې د خلکو هیلي هم را ژوندۍ کړي دی.

هره ورځ د نوم لیکني د مراکزو مخ ته سلګونه کسان په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي او نوم لیکنه کوي په داسې حال کي چي دا شمیره ورځ تر بلي لا هم ډیریږي.

د کندهار هغه نارینه او ښځینه کسان چي د نوم لیکني مراکزو ته یې ساعتونه ساعتونه انتظار ایستلی وایي، چي باید د نوم لیکني مراکز او مامورین ډیر سي او د خلکو نوم لیکنه ژر وکړي.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر محمد هاشم درانی وایي، چي رشتیا هم په کندهار کي د تمي خلاف زیات خلک نوم لیکنه کوي او د تیرو اتو ورځو په ترڅ کي تر پنځوس زره زیاتو کسانو نوم لیکنه کړي ده.

نوموړی دا مني چي خلک په ساعتونو ساعتونو د نوم لیکني د مراکزو مخ ته انتظار باسي خو زیاتوي چي باید خلک یوه ورځ د همدې لپاره ځانګړي کړې خو وایي، چي په مراکزو کي تر دې نور ډیروالی ناشونی دی.

باید یاده کړل سي چي په کندهار کي دا مهال څلویښت د نوم لیکني مراکز سته، خو ویل کیږي، چي د راتلونکو ټاکنو لپاره د کندهار لپاره ۲۲۵ مراکز ورکول سوي چي دا شمیره تر مخکي ډیره کمه او باید له سره پرې غور وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...