د لاهور په موچي ګېټ سيمه کي د پي ټي اېم د غونډي مېدان ته په زیات شمېر نه يواځې پښتانه بلکې ځايي خلک او ښځې ورغلي وه.
د پي ټي اېم يو مشر رضا وزير ویلي، غونډي ته د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب صوبې د بېلابيلو برخو څخه زیات شمېر خلک ورغلي دي.
هغه وويل، دوي چي له کله راهیسي د دې غونډې دپاره په لاهور کې تیارۍ پېل کړي د هغه وخت څخه دوي ته د ګواښونو ټيليفونونه کيږي خو دوي اخیر وتوانېدل چي غونډه تر سره کړي.
منظور پښتون ویلي، دوی خپله مبارزه په پرامنه توګه دوامداره ساتلې او د پنجاب صوبې واکمن اوس په دې مجبوره سوي چي دوي ته يې نور خنډونه جوړ نه کړای سول او دوي اوس په خلاص مټ خپله غونډه کوي.
دوی د پاکستان د پوځ پر ضد شعارونه ورکول او له پوځ څخه غواړي چي د ورکو سوو پښتنو په اړه دي ځواب ووايي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون