دغه مراسم چي د پنجوایي په مرکز کي نیول سوي وه ورته د کندهار د استیناف محکمي ریٔس، دولتي او غیر دولتي مسٔولین، دیني عالمانو او نور راغلي وه.
د پنجوایي ولسوالۍ امنیه قومندان وویل، چي جانان ماما د کندهار ولایت یو پیژندل سوی قومندان وو، هغه د خپل ژوند پر مهال د خپلو خلګو او خاوري څخه په کلکه دفاع کول.
نوموړي وویل، چي په رشتیا هم جانان ماما یوه لویه ضایعه ده خو دوی به داخالیګا ډکه کړي.
د کندهار د استیناف محکمې ریٔس ذبیح الله ابراهیمي او د پنجوایي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزي د جانان ماما د خاوری او خلکو لپاره خدمت او قرباني نه هیریدونکي وبلل او ویي ویل، چي د دي خاوري هر شهید ددې وطن د ابادۍ او افغانانو په دفاع کي سرونه قرباني کړي دي.
باید یادونه وسي چي د سرحدي ځواکونو د چټک غبرګون د قطعې قومندان سمونوال جانان ماما د کندهار ښار د څلورمي امنیتي حوزې په یوه تاکتیکي چاودنه کي شهید کړل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون