راپور: غلام فاروق رسولي
د سولي پروسې سره یو ځای سوي وسله وال وايي، چي د ګاونډي هیواد له لوري ورته وسلي او تجهیزات ورکړل سوي وو تر څو د ټاپي پروژې د پلي کولو مخنیوی وکړې، خو په خبره یې دوي د وطن دوستي له کبله د دې کار څخه لاس په سر سول او دسولي له پروسی سره یوځاي سول.
دا وسله وال چي ځان د سخي ګلنک د وسله والي ډلي غړي بولي تیره ورځ یې خپلی وسلې پر ځمکه کښیښودي او د سولي له پروسې سره یوځای سول.
دوی ادعا کوي چي همسایه هیواد ورته وسلي او مهمات ورکول تر څو د ټاپي پروژې لپاره امنیتي ګواښونه پېښ کړي خو په خبره یې دوی دا کار ونکړ.
د هرات ولایت ځایي چارواکي د سولي له پروسې سره د وسله والو مخالفینو یوځای کیدل یو لاسته را وړنه بولي او وایي، باید نور وسله وال مخالفین هم ورته کار وکړي او د سولی له پروسې سره یوځای سي.
خو په خبره یې که داسی ونه کړي نو دوی به یې له منځه یو سي.
د بلي خوا یو شمیر خلک د داسي وسله والو ډلو یوځای کیدل د سولي سره یو دوکه او بې ګټي کار بولي او وایي ډیری دا کسان بیرته د وسله والو لیکو ته ورځي.
خو د سولي عالي شورا غړي بیا دا خبري ردوي.
دا کسان په هرات ولایت کي په داسي حال کي د سولي له پروسې سره یوځای کیږي چي د دې ولایت په ډيرو ولسوالیو کي په دا ورستیو ورځو کي وسله والو نښتو زور اخیستی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون