ترمرکزي بغلان وروسته د دې ولایت په مرکز پلخمري کي هم د  سوله غوښتني خېمه ودرول سول

پرلت کوونکي وايي، چي نور له جنګه ستړي دي او دسولي پورته سوی ږ غ به ترهغو چپ کیدو ته پرېنږدي ترڅو چي یې خپلو موخوته نه وي رسیدلي .
دوی ویلي، چي د سوله غوښتنې ږغ دلراوبر افغان ږغ دی او د جګړې له ښکیلو خواو څخه یې غوښتي چي د دې ږغ د درناوي په خاطر له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي .
ترمرکزي بغلان ولسوالۍ راوروسته دبغلان ولایت په مرکزکي هم دهلمند دسوله غوښتونکو کسانو پرننګه دپرلت خیمه ودرول سوه
دلته دجګړې له ښکیلو خواو دسولي غوښتنه او جګړې ته دپای ټکی کیښودل دي.
دغه پرلت کوونکي وايي، چي موخه یې جګړې ته دپای ټکی کیښودل دي او که په افغاني جګړه کي ښکیلې ډلي ددوی ږغ ته دهو جواب ونه وايي، پرلت به یې دبغلان څوارلس ګونو ولسوالیو ته وغزوي .
دبغلان اوسیدونکي وايي، چي په دې برخه کي هري قربانۍ ته تیاري اود جګړې  له ښکیلو خواو غواړي چي افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...