د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره پر ښځو زراعتي توکي وویشل سول

د کرني مسٔولین وايي، ۱۵۰ کورنیو ته يې دولس قلمه زراعتي توکي وویشل چي د کورنیو د اقتصاد د پياوړتیا بسنه کوي.

د دوی به خبره غواړي له دې لاري په ولسوالیو کي د ښځو په واسطه هم زراعت ته پراختیا ورکړي.

د کرني او مالدارۍ ریاست په لومړۍ ځل په پنجوايي ولسوالۍ کي پر ۱۵۰ ښځو دولس قلمه زراعتی توکي وویشل.

د کندهار د کرني او مالدارۍ ریٔس حفیظ الله سعیدي وايي، غواړي د ښځو له لوري په ولسوالیو کي زراعت ته پراختیا ورکړي او  یاد کرنیز توکي به د بې وزله کورنیو په اقتصاد کي مرسته وکړي.

د ده په خبره دغه کرنیز توکي، چي تخمونه او د کرهڼي نور وسایل پکښي شامل دي د ۲۰۰ متره مربع مساحت مځکي د کرهڼي لپاره بسنه کوي، او د یوې کورنۍ په اقتصاد جوړولو کې مهم رول لري.

پر همدې مهال د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزی وايي، زراعتي پروژې د پنجوايي ولسوالۍ د اوسیدونکو اساسي غوښتني دي.

د ده په خبره د یادي پروژې څخه به وخت پر وخت څارنه کوي.

بلخوا هغه ښځي چي کرنیز توکي يې ترلاسه کړي خوشحاله دي او زیاتوي چي دولت دي د دوی د اقتصاد لپاره نوري هڅي هم وکړي.

ښځي وايي، کرنیز توکي به يې د کورنيو د اقتصاد په ښه کولو کي مهم رول ولري.

د کرني مسٔوولین وايي، یاد کرنیز توکي يې د ژړۍ ولسوالۍ پر یو شمېر ښځو هم ویشلي او پلان لري چي دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...