په کابل کي د ځانمرګي برید په پایله کی ۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل د دیارلسمې حوزې اړوند دشتي برچي قلعه ندیر سیمه کي ځانمرګي برید ۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چي په یاده پېښه کې ۳۱ تنه وژل سوي او لږ تر لږه ۵۴ نور ټپيان دي.

عیني شاهدانو بیا ویلي، چې پیښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته سوې او له امله یې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

بلخوا د طالبانو بیا په یاده پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

تر اوسه کومي ډلي د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو له دې وړاندي داعش ډلي په کابل کي د ورته بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...