په کندهار کي شاوخوا پنځوسو کسانو ته معلوماتو ته د لاس رسي او د ستونزو حل تر عنوان لاندي دوه ورځنی سیمنار پيل سو

راپور: محمد یار مجروح

د یاد سیمنار له لاري عام کسان د ستونزو پر حل لارو ږغیږي، چي د مسٔوولینو په وینا د دا ډول پروګرامونو له لاري به وکولای سي د حکومت او خلګو تر منځ واټن راکم کړي او ستونزو ته یو جامع حل لاره پيدا کړي.

یاد پروګرام دا مهال د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کي تطبیقیږي.

معلوماتو ته د لاس رسي د سولي او ولسواکي په نوم هغه پروګرام دی چي عام کسان د دي لاري خپلي ستونزي سره شریکوي او دولت ته يې د حل لار وړاندي کوي.

د دغه پروګرام مسٔوولین وايي، له دي لاري به د کندهار خلګ خپلي ستونزي بیانوي او حل لار به ورته ټاکي.

د یاد پروګرام مسٔوول او ټرینر غلام محمد طالب زاده وايي، لدي لاري به وکولای سي په خلګو کي انګیزه راپيدا کړي تر څو په ټولنه کي خپل وظایف وپيژني او له حکومت سره همکار پاته سي.

دده په خبره ددي لاري يې د ستونزو د حل لپاره کمیټې جوړي کړي او تر ډیره يې ښه پایله ورکړې ده.

پر همدې مهال د یاد پروګرام ګډون کوونکي خوښ دي او زیاتوي چي لدي لاري به وتوانیږي د ټولني ډیری ستونزي پخپله حل کړي.

دوی وايي، یوازي دولت نسي کولای ټولو ستونزو ته رسیدګي وکړي او دا د خلګو دنده ده چي له حکومت سره همکاره پاته سي.

د دوی په خبره یاد پروګرامونه باید نور هم ډیر کړل سي او تر ډیره باید عملي جنبه ولري.

اطلاعاتو ته د لاس رسي او د ستونزو دحل یاد پروګرم د سولي او ولسواکۍ د برابري موسیسې له لوري د سیمه ییزو ارګانونو او متحده ایالتونو په ګډه همکارۍ د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کي تطبیق کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...