د کندهار پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي چي یوه تن يې غوښتل هیرویین هند ته انتقال کړي

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٔولین وايي، له دغه کسانو څخه یو تن یې د ډنډ ولسوالۍ کي د ۶۵ کیلو ګرامه چرسو سره نیول سوی او دغه راز یو بل تن د هیروینو سره نیول سوی چي په خپلو جامو کي یې ځای پر ځای کړې وه.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅکزی وايي، چي دریم کس ۴۰ ګولۍ هیروین په خپل نس کي ځای پر ځای کړي وه چي غوښتل یې هند ته یې انتقال کړي خو په هوايي ډګر کي نیول سوي دي.

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیر وايي، د کشفي ارګانونو د ښه فعالیت او د خلکو د په همکارۍ سره یې په دې وروستیو کي زیات شمېر د نشه يي توکو پلورونکي نیولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...