د روان ميلادي کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کي خپاره سوي خبرونه ښيي چې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو په ٢٧ کې ترسره سوي چې له امله يې ٩٨٦ کسان وژل سوي او ٤١٢ نور ټپيان دي.
د چارو شنونکي د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت، له پاکستان سره د ننګرهار او هلمند ګډه پوله او له دي لاري د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال او د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي لاملونه بولي.
په افغانستان کي د تیري میاشتي د مرګ ژوبلي شمېرې ښيي چي له هرو ٣٦ کسانو ٢٤ ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په هوايي بريدونو، څلورو ته په هدفي وژنو، دوو ته په چاودنو او يوه ته په ځانمرګو بريدونو کي مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره مياشت د ټولو بريدونو تر نيمايي ډېر په فارياب، هلمند، اروزګان، فراه، کندهار او ننګرهار او پاته په ٢١ نورو ولايتونو کې ترسره سوي.
د راپورونو له مخې، ننګرهار، کندهار، هلمند، اروزګان، فارياب او فراه په هغو لسو ولايتونو کي شامل دي چي تېر کال يې د وسله والو بريدونو له امله تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله لرله.
د پوځي چارو شنونکي وايي، د طالبانو تر څنګ د داعش ډلي فعاليت، له پاکستان سره ګډه پوله او د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي لاملونه دي.
شنونکي وايي، کندهار هم له هغو ولايتونو دی چي له ډیورنډ کرښي سره ګډه پوله لري او همېشه په سرحدي ولايتونو کې نا امنۍ او تحرکات نسبت نورو ولايتونو ته ډېر وي.
د دوی په خبره، دا يو حقيقت دى چي د افغانستان وسله والو مخالفينو لپاره پاکستان يو امن پټنځای دی او دغه هېواد د افغانستان لپاره ګڼې ستونزې زېږولي دي.
دوی وايي، په اروزګان کې ځکه د دولت مخالفين ډېر بريدونه کوي چې دغه ولايت له غزني، زابل، کندهار، هلمند او دايکنډي ولايتونو سره پوله او نږدې د يوې څلورلارې حيثيت لري.
دغه راز شنونکي فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل او له وسله والو مخالفينو د ځينو هېوادونو، په تېره بيا ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ عمده لاملونه ګڼي.
د هغوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت کې د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په موخه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ د زياتېدو لامل سوى دى.
تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه (٢٢) په فارياب کې سوي، خو تر ټولو ډېرو (٢٢٦) کسانو ته په اروزګان کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په (جنوري) مياشت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په پلازمېنې کابل کې اوښتې وه.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش بیا وايي، مرګ ژوبله ځکه کمه سوې چې د ده په خبره د دولت وسله وال مخالفين ځپل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون