راپور: سید حمید هاشمي
ددغه کسانو له ډلي به ۶۴ تنه د کندهار ښار تر څنګ د ولسوالیو په ټاکنیزو مرکزونو کي په دندو وګمارل سي.
د ټاکنو کمیسون مسٔولین وايي، چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني چاري به د را رواني حمل میاشتي پر پنځلسمه پیل سي.
د دغه کمیسیون ریٔس ډاکټر هاشم درانی وايي، چي د دوی له ډلي څخه به یوازي ۶۴ تنه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره په ټاکنیزو مرکزونو کي په دندو وګاري.
د هغه په خبره د ازمویني دغه پروسه د مرکزي اداري تر نظارت لاندي ترسره کیږي تر څو نوماندان د وړتیا پر اساس وټاکل سي.
دغه راز نوموړی وايي، چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني چاري د راتلونکي کال د حمل میاشتي پر پنځلسمه پیلیږي.
د هغه په خبره دغه ټاکني به د تذکرو له مخي کیږي او ټول ښاریان باید خپلي پیژندپاڼي له ځان سره ولري.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي د پنځو کلنو لپاره ټاکل کیږي خو اوس د یادي جرګي قانوني موده پای ته رسیدلي ده.
چارواکي وايي، که څه هم دلته په ولایتي سطحه د ټاکنو لپاره پوره چموتوالۍ نیول سوی خو تر اوسه د حکومت له لوري د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو دټاکنو موده نده معلومه سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون