په کندهار کي سلګونو ديني عالمانو او خلګو په هيواد کي روانه جګړه نامشروع وبلل او د سولي او اوربند غوښتنه يې وکړه

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار په اکثره ولسواليو کي جګړې زیاتي سوي دي او ډېر کسان هم له خپلو مېنو بې کوره سوی دي، خو پر دغه مهال په ياد ولايت کي سلګونه ديني علماء او ولسونه د سولي او اوربند غوښتنه کوي.

دوی وايي، دا وطن جوړښت په اتفاق يووالي او د الله ج د دين او اوامير په رعايت کي دئ، چي بايد دغه ارزښتونو ته د هيواد ټول وګړي درناوی وکړي.

دينی عالمان وایي، په جګړې کي ډېره قرباني عام وګړي او عامه ځايونه ورکوي، چي دا خپله هيواد د بحران خوا ته بیا یي.

د دوی په خبره اوس سوله کول واجب دي، نو  جګړې ښکېلي خواوي دي الهي امر ته غاړه کښېږدي.

دوی په يوه پرېکړه ليک کي روان جګړه د اسلام د مقدس دين سره په ټکر کي ګڼي او غوښتنه کوي، چی د جګړې ښکېلي خواووي دي د دې فرصت څخه ګټه واخلی او سوله دي وکړي.

په پرېکړه کي دوی يادونه کړې چي ښکېلي خواوي دي د افغان وژني لاس واخلي او غوښتنه کوي، چي په ټول هيواد کي ژر تر ژره اوربند وسي.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات هم وايي، چي د هيواد په سطحه زرګونو ديني عالمانو او دغه راز په نړۍ کي هم سترو ديني عالمانو د هيواد جګړه نامشروع کڼلې ده، خو وسلوالو د ديني عالمانو خبري نه دي منلي دي.

د هغه په خبره، د افغانستان حکومت له کلنو د سولي او اوربند ږغ پورته کړی، دغه ږغ يې نه دئ اورېدل سوی.

په کندهار کي پر داسي مهال د دیني عالمانو لخوا د سولي او اوربند ږغ پورته کيږي، چي د کندهار ارغنداب، پنجوایي، ژېړۍ، ميوند او ارغستان ولسوالۍ د جګړې تاوده سګرونه جوړ سوي او پکښي سختي جګړې رواني دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...