رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار په ولسوالیو کي رواني جګړې ورځ تر بلي زور اخلي او د خلګو هغه اميدواري، چي د سولي پروسې ته يې لرل، له منځه وړي.
دلته په کندهار کي خلګ جګړو اندېښمن کړي دي او وايي، چي يادو جګړو د کندهار اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، داخلي بې اتفاقۍ د دې لامل سوي دي، چي جګړې شدت پیدا کړي، چي له امله يې ډېر عام کسان ټپيان او وژل سوي دي.
دغه کسان زیاتوي، چي د جګړو له امله هره ورځ سلګونه کورني بې ځايه کېږي، چي په یخه هوا کي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کيږي.
د دوی په وينا له یوې خوا جګړې له خلګو هر څه اخلي، له بلي خوا بیا په ښار کي د کورونو مالکان له بې ځايه سوو سره ظلم کوي او کورونه پر ګرانوي.
دوی له ښاریانو وغوښتل، چي د جګړو له امله د بې ځايه سوو لاس نيوی وکړي او کورونه په مناسب قيمت ورکړي.
د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کي جګړې زیاتي سوي دي او هره ورځ يې د جګړو خبرونه خپريږي.
څه وخت مخکي امنيتي ځواکونو خبر ورکړ، چی ارغنداب ولسوالي د وسلوالو له شتون پاکه کړه، خو تيري دوې ورځي يو ځل بیا په دغه ولسوالۍ جګړو زور اخيستي او زياتي سيمي يې وسلوالو طالبانو نيولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون