رپوټ: مهتمم صالح
د ميلادي کال د اګسټ د مياشتي دوولسمه د ځوانانو نړيواله ورځ ده، چي په کندهار ولايت مقام کي دغه ورځ نن پنجشنبه ولمانځل سوه.
د مراسمو پر مهال ځوانانو وویل، چي جګړې او د بېکارۍ ځوانان له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، د ځوانانو لومړنۍ مبارزه هم د سولي له پاره ده، نو بايد د جګړې ښکيل اړخونه هم د سولي خبرو ته کښېني.
ځوانان وايي، دولت دي دوی ته د کار زمينه برابره کړي، څو دوی له بې ځايه ناستي څخه را وګرځېږي او هغه پانګه وال چي دلته پانګونه کوي بايد حمايه سي.
دوی زياتوي، په دولتي او غير دولتي ادارو کي دي ښځينه او نارينه ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر سي، ځکه ډېر کله په دولتي ادارو کي له ځوانانو سره توپیريز چلند کیږي.
د کندهار والي حيات الله حيات وايي، د ولسمشر له فرمان سره سم به په راتلونکو ۴۵ ورځو کي د ځوانانو د معينیت چاري د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پر مخ وړل کېږي، چي دغه چاري مخکي د اطلاعات او فرهنګ وزارت تر واک لاندي وې.
هغه وايي، په دغه ۴۵ ورځو به د ځوانانو يوه خپلواکه عالي شورا د ټول هيواد د ځوانانو لپاره رامنځته سي، چي د هر ولايت ځوانان به د ولسمشر سره به مستقمه اړيکه لري.
د ځوانانو ورځ پر داسي مهال لمانځل کيږي، چي په کندهار لا هم ډېر ځوانان د بې کارۍ څخه سر ټکوي او ډېر ځوانان بیا د بې کارۍ له امله په نشو او نورو جنايي جرمنو لاس پوري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون