په جنوب غرب حوزه کي د پوليو ۲۶ پيښي ثبت سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په جنوب کي د پوليو په وړاندي د مبارزې د عاجلو اقداماتو مسئول ډاکټرعبدالقيوم پُخلا وايي، په جنوب غرب حوزه کي روان ميلادي کال کي ۲۶ د پوليو پیښي ثبت سوي دي.
هغه وايي، په دغو پیښو کي اته يې په کندهار، دوولس په هلمند، څلور په روزګان، يوه په زابل او يوه هم په نيمروز کي ثبت سوې ده، چي څلور په هغه سیمو کي دي، چي دوی کولای سي هلته کور په کور واکسين ورکړي او ۲۲ په هغه سيمو کي دي، چي دوی نه سي کولای هلته د واکسين کمپاين وکړي.

ډاکټر پُخلا وايي، پرون درې نوي پيښي هم په جنوب کي ثبت سوي دي، چي يوه یې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ ثبت سوې ده.

پخلا وايي، د ۲۰۱۴م راهيسي په ژړۍ کي د پوليو پیښه نه ده ثبت سوې، چي دا دې څرکندونه کوي، چي اوس هغه سيمي هم تر خطر لاندي چي هلته د پوليو پيښي ورکي سوي وي.

هغه وايي، دوی راتلونکې شنبه په جنوب کي د پولیو د واکسين کمپاين پیلوي، چي دغه کمپاين د کورونا وايرويس په خاطر درول سوی وو.

د پخلا په خبره په جنوب غرب حوزه کي يو ميليون کوچنیان د پوليو د واکسين څخه بې برخي دي، چي د عامي ورغتيا وزارت هم ويلي وه، چي په ټول هيواد کي دوه ميليونه کوچنيان د پوليو د واکسين څخه بې برخي دي.

په ټول هيواد کي سږ کال د پوليو واکسين ۳۷  پيښي ثبت سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...