په تېره يوه مياشت کي کندهار ته ۳۵۰ کورنۍ له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه راغلي دي

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار ښار او ښار ته نژدې ولسواليو ته هر مياشت سلګونه کورنۍ داخلي بې ځايه سوي د هيواد د مخلتفو ولايتونو او د دغه ولايت د نا امنه ولسواليو څخه راځي، چي لامل یې طبعي پيښي او نا امني ده.

اوس د دغه ولايت د کډوالو چارو رئیس دوست محمد وايي، دغه ولايت ته د کورونا له امله د تېر کال کب مياشتي څخه هيڅ بیرته راستېندونکي نه دي راغلي.

هغه وايي، دغه بې ځايه سوي ځکه کندهار ته نه دي راغلي، چي د کورونا له مله لاري بندي سوي دي.

ناياب وايي، د دې تر څنګ بیا په تيره يوه مياشت کي ۳۵۰ داخلي بې ځايه سوي کورنۍ راغلي، چي دوی یې د سروې کار پیل کړی، تر څو مستحقو کورنيو ته مرستي ورسوي.

د ناياب په خبره، د هغه بې ځايه سوي راستنېدونکي، چي د کرنتين په شپو او ورځي زیانمن سوي دي، د هغوی له پاره څو د مرستي پروژې د نړيوالو مؤسسو له خوا په پام کي نيول سوي، چي يوه پروژه د DRC مؤسسې په مرسته اوس عملي کيږي د هري کورنۍ سره ۷۰۰۰ افغانۍ مرسته کېږي.

د کډوالو چارو رئیس زياتوي، د همکارو مؤسسو په مرسته یې د ۱۴۵۰۰ کورنیو سره د روغتيايي کيټونو مرستي هم کړي دي، چي ۵۵۰۰ کورنيو ته UNCIR ادارې له خوا پاته يې د NRC ادارې لخوا ورکړل سوي دي.

دوست محمد ناياب وايي، دوی په پنجوايي ولسوالۍ کي يوه بله پروژه لري، چي سلو کورنيو ته به دوه اطاقه کورونه په معياري شکل جوړوي، چي دغه کورنه به ۵۰ سلنه راستنېدونکو، ۲۵ سلنه داخلي بې ځايه سوو او ۲۵ سلنه ځايي غریبانو ته جوړيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...