د کندهار ولايتي شورا مسئولين: په کندهار کي د درملو بيي ډېري لوړي سوي، خو کيفيت يې په صفر کي ضرب دئ

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي وویل، په کندهار کي د دوا کیفیت ډېر کښته سوی دئ خو بیه ئې لوړه سوې ده.

هغه وايي، دوی په دغه اړه يو هیئت ټاکي تر څو د دواوو څارنه وکړي او د هغه دواوو مخه ونيول سي، چي بې کيفيته دي.

خاکرېزوال وايي، که دوا پلورونکي د درملو کيفيت ته پاملرنه ونه کړي، دوی به د ولس په مرسته ټول درمل له ګدامونو را وباسي او و بې سوځي.

هغه د عامي روغتیا ریاست څخه هم غوښتنه وکړه، چي دې برخي ته پاملرنه وکړي.

دغه راز خاکرېزوال وايي، د پاکستان حکومت دي د چمن او سپین بولدک لاره د سياست نه قرباني کوي، ځکه د دغه لاري څخه ډېره استفاده عام خلګ کوي.

هغه وايي، دوی په دغه باره کي د پاکستان د کونسل سره هم لیدلي دي او هم دغه موضوع يې ورسره شريکه کړې ده، تر څو لار د تګ راتګ له پاره دایمي خلاصه سي.

د ولايتي شورا د رئیس په وينا، د يادي لاري تړل د دواړو غاړو د خلګو له پاره لويي ستونزي جوړوي.

د ولايتي شورا رئیس بله موضوع د ازادۍ د ورځي ياده کړه او وې ویل، چي بايد د جګړې ښکېل اړخونه د ازادۍ ورځي په احترام دايمي اوربند اعلان او بین الافغاني خبري وکړي.

هغه وويل، که اوربند ونه سي د سولي خبري ګټه نه کوي، باید اول اوږد مهاله  اوربند وسي او بیا د سولي خبري پيل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...