په کندهار کي د افغانستان د سولي ملي حرکت خپل موجودیت اعلان کړ

رپوټ: مهتمم صالح

د هلمند د سولي ولسي حرکت وروسته په کندهار کي د افغانستان د سولي د ملي حرکت په نوم يو بل حرکت هم خپل موجودیت اعلان کړ.

د دغه حرکت مسئولين وايي، تر يوه ږغ دوه ښه دي، نو ځکه يې د ياد حرکت شتون اعلان کړي.

د یاد حرکت غړو په خپله لومړۍ غونډه او لاريون کي د جنګ له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، چي ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او سوله وکړي تر څو افغانان له اوسنيو ناخوالو څخه خلاص سي.

د دغه حرکت مشرتابه وايي، غواړي په ټول هيواد کي د سولي ږغ پورته کړي او تر هغه وخته به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي، چي د دوی ږغ اورېدل کيږي.

د دغه حرکت غړي وايي، نور له جنګه ستړي سوي دي، او نه غواړي نور د پردیو د جګړو قرباني سي.

د دوی په خبره نور هيوادونه نه سي کولای، چي په افغانستان کي سوله راولي، بايد دلته په هيواد دننه کي د سولي مذاکرات وسي.

دوی د ملاامامانو څخه غوښتنه کوي، چي پر منبر د سولي ږغ پورته کړي او د جګړې ښکيلي غاړي سولي او اوربند ته را وبلي.

دغه راز دوی زياتوي، ټول ولسونه دي په يوه ږغ د سولي غوښتنه وکړي او اجازه دي نه ورکوي، چي نور ځوانان د دغه بدبختي جګړې ښکار سي.

دوی د سولي او اوربند شعارونه ورکړه او وې ویل، چي د سولي مذاکرات بايد په مقدسو ځایونو مکه يا مدينه منوره کي وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...