روزګاني اوسېدونکي: غواړو د سولي پروسه له روزګانه پيل کړو

رپوټ: اجمل وصال

په روزګان کي د سولي او اوربند په موخه جوړي سوي یوې غونډي کي ګډونوالو د سولي پر راتګ او جګړې پای ته رسیدو په ټینګار سره وویل، هڅه کوي چي د سولي روان بهیر له همدې ولایته چټک او د هیواد تر ګوټ ګوټه ورسوي.

په غونډه کي ولسي استازو بیا جګړه نابودي، د ټولني د شاتګ او نالوستۍ ستر لامل وبالی او له خلګو یې وغوښتل چي د سولي ږغ کور په کور ورسوي.

نیوکي دا دي چي روانه جګړه د پردیو په  لارښوونه او د هغوی د ګټو خوندي ساتلو له پاره کیږي.

ولایتي مسئولین بیا د سولي راتګ له پاره د چمتووالي او په دې برخه کي د هر ډول قربانۍ ورکولو ژمنه کوي.

دوی وایي، که طالبان وسلې کښیږدي او سوله وکړي نو د هغوی له پاره به د هوسا ژوند زمینه برابره سي.

روزګان کي د سولي راتګ له پار د ولسونو هیلي په داسی حال کي زیاتي سوي، چي دلته وروستۍ درې کلني جګړې د ځایي اوسېدونکو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ کړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...