د ولسي جرګې د څه باندي سلو غړو د لاسلیکونو په راټولو سره د جرګې د رئيس له پاره له سره انتخابات غوښتي دي.
د جرګې ۱۰۲ غړو د ځینو پاڼو په لاسلیک کولو سره غوښتي، چي د ولسي جرګې د رئيس له پاره دي بیا انتخابات وسي.
مریم سما د جرګې له هغو غړو ده چي دغه لاسلیکونه یې راټول کړي دي.
دا وايي، د یوې جنجالي رایي له پاره سري یا علني انتخابات غیر قانوني دي او د نوو څېرو ترمنځ باید بیا انتخابات له سره وسي.
که څه هم شا و خوا ۴۰ ورځي دمخه د ولسي جرګې د رئیس ټاکلو له پاره تر انتخاباتو وروسته د جرګې موقت رئيس میر رحمان رحماني ګټونکی اعلان کړ، خو کمال ناصر اصولي او پلویان یې وايي، رحماني ۱۲۳ رایي خپلي کړي او د پنځوس جمع یو پر اساس چي ۱۲۴ کيږي، هغه یې نه دي خپلي کړي.
دغه اختلاف د تېري چهارشنبې په ورځ د جرګې د غړو ترمنځ په فزیکي نښتو واوښت، چي د یو شمېر وکیلانو له خوا د جرګې د ریاست مېز او چوکۍ پکښي ماتي سوې.
کمال ناصر اصولي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا چي ده او میر رحمان رحماني دواړو پنځوس جمع یو رایي نه دي وړي، دغه انتخابات باید باطل اعلان سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون