په کندهار ښار کي د یوې ښوونځۍ یوه برخه د مخدره موادو د استعمال او کاروبار مرکز ګرځیدلی

راپور: سید حمید هاشمي

په یاد مرکز کي لسګونه په مخدره مواد روږد کسان اوسیږي چي د سیمي اوسیدونکي يې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

بلخوا په مخدره موادو روږد کسان له حکومته غواړي چي د دوی درملنه وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

د کندهار ښار په څلورمه حوزه کي د سردار مدد خان ښوونځۍ هغه برخه چي په هیروینو او چرسو روږد کسان پکښي اوسیږي.

د دې لیسي مدیر مطیع الله خان وايي، چي په نشو روږد کسانو او د هغو کاروبار د دوی پر زده کوونکو او درسي بهیر منفي اغیز کړی.

هغه وايي، دغه ځای د دوی د ښوونځۍ اړوند برخه ده چي باید مسٔولین يې له معتادینو خلاص او پاک کړي.

د سیمي اوسیدونکي هم د ښار په منځ کي د نشه يي موادو د استعمال او کاروبار له امله شکایت کوي.

دوی وايي، دلته نه یوازي نشيي مواد استعمالیږي بلکي کاروبار يې هم کیږي چي باید مسٔول چارواکي يې مخه ونیسي.

خو په دغه ځای کي راټول سوي په نشو روږد کسان هم له خپل دغه حالت څخه ناخوښه دي او وايي، چي که د دوی درملنه وسي او د کار زمینه ورته برابره سي نو عادي ژوند به پیل کړي.

د دوی په خبره شاخوا اتیا تنه په دغه ځای کي اوسیږي چي د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په بیلا بیلو نشو روږد سوي دي.

ومو غوښتل تر څو په دې اړه د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي د فتر نظر هم واخلو خو هغوی څه ونه ویل.

دا په داسي حال کي ده چي د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي د معتادینو د درملني مرکز هم فعالیت لري خو ډیر هغه کسان چي دلته يې درملنه سوي بیرته په نشو روږد سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...