په جنوب کي د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قطعه جوړه سوه

راپور: محمد یار مجروح

د دغه ځانګړي ځواک لپاره د سې شنبې په ورځ په کندهار  کي د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کي مراسم نيول سوي وه.

د ۴ مي لیوا د ځانګړي ځواک قوماندان وايي، چي د دې قطعې د رامنځته کولو څخه یې هدف دادی، چي د وسله والو په وړاندي د افغان امنيتي ځواکونو عمليات په ښه ډول تر سره سي.

په کندهار کي د وسله والو د ځپلو لپاره د ځانګړو ځواکونو خاصه قطعه جوړه سوه.

د ملي اردو چارواکي وايي، چي د څلورمي لوا د ځانګړي ځواک دغه قطعه د ولسمشر په حکم رامنځته سوې چي موخه یې ځانګړي عملیات تر سره کول دي.

د دغه لوا قوماندان ډګروال عبدالصمد حاکمي وايي، چي د دې ځانګړي قطعې د رامنځته کولو څخه يې هدف دا دی، چي دلته د نورو امنیتي ځواکونو سره په همږغۍ او همکارۍ عملیات ترسره کړي.

هغه وویل، مخکي د ځانګړو ځواکونو یوازي یوه فرقه وه خو وروسته په قول اردو تبدیل سوه او د ځانګړو ځواکونو شمېر هم زیات سو.

دی وایي، چي په ټول افغانستان کي له دغه ځواک څخه پنځه لواګاني تشکیل سوې چي یوه لوا به دلته په جنوب کي فعالیت کوي.

د ځانګړو ځواکونو د قطعې په دغه مراسمو کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د مسٔولينو له لوري د ملي اردو يوشمېر بريدملانو او سرتيرو ته د ښه خدمت له امله ستاينليکونه هم ورکړل سوه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...