راپور: جواد داوري
او همدارنګه د هلمند له ځایي چارواکو سره د لیدني وروسته رسنیو ته وویل، راتلوونکي بروکسل کنفرانس کي به د هلمند ستونزي له نړیوالي ټولني سره شریکي کړي.
بل خوا د هلمند والي وايي، د ټاکنو تر ورځي پوري به په هغه سیمو کي عملیات وکړي چي د تیرو شپږو کالو راهیسي د وسله والو طالبانو په حاکمیت کي دي.
د هلمند په ۱۳ ولسوالیو کي دولت پر هیڅ ولسوالۍ بشپړ حاکمیت نه لري له همدي امله ددې ولایت اوسیدونکي راتلوونکو پارلماني او شوراګانو ټاکنو ته اندیښمن دي ځکه له یوې امنیتي ستونزي زیاتي دي له بلي خوا ددې ولایت ډیری اوسیدونکي تذکرې نه لري.
په افغانستان کي د ناټو ملکي سفیر کورنیو لیوس په هلمند کي د ولسوالیو شوراګانو له غړو او دیني عالمانو سره د لیدني پرمهال له ځایي اوسیدونکو وغوښتل چي ټاکنو کي ګډون وکړي.
ده وویل، ناټو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او ټاکنو تر وخت پوري به امنیتي پوښښ هم زیات سي.
پرهمدي مهال د هلمند والي حیات الله حیات وویل، پلان لري د ګرشک له دښتي سیمو ترګرمسیر ولسوالۍ پوري پراخ عملیات په لاره واچوي ترڅو راتلوونکو ټاکنو ته زمینه برابره سي.
ده وویل، دټاکنو کمیسیون څخه يې ډاډ ترلاسه کړی دی چي په تازه تصفیه سویو سیمو کي د نوم لیکني او تذکرو ویش پیلیږي.
که څه هم راتلوونکو ټاکنو دپاره د رایي اچوونکو د نوم لیکني بهیر روان دی د امنیتي ستونزو له امله اوس هم په دې ولایت کي تر لس زره پوري نوم لیکنه سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون