راپور: محمد یار مجروح
د مسیح الله وطن مل په نوم دغه ښوونکی غواړي د زده کوونکو په مرسته له دې لاري د پښتو ادبیاتو پاشلي او ورکي سوي نخسې سره یو ځای کړي.
د ده په خبره پر یو شمیر نورو لارو چارو هم کار کوي تر څو د پښتو ادبیاتو ټولي برخي مکملي کړي.
دا لومړی ځل دی چي د چپټر په ډول د پښتو ادبیاتو یو شمیر موضوعات راټولیږي.
د مسیح الله وطن مل په نوم په کندهار کي د میرویس خان نیکه عالي لیسې ښوونکي د زده کوونکو په مټ توانیدلي تر څو د پښتو ادبیاتو یو شمیر پاشلي موضوعاتو راټول او د یو کتاب شکل ورکړی.
د ده په خبره له دې لاري به وتوانیږي چي د پښتو ټول ورک سوي او پاشلي موضوعات راټول کړي او یوه نخسه ځیني جوړه کړې.
دی زیاتوي چي په راتلونکي کي به پر ۵ بیلابیلو نورو لارو هم کار وکړي ترڅو ټول د پښتو ادبیاتو موضوعات راټول کړي.
پر همدې مهال د میرویس خان نیکه عالي لیسې د پښتو او دري ژبو استاد سید محمد ابراهیم وايي، دا د زده کوونکو د احساساتو په خوځښت راوستلو ښه لار ده او له دې لاري به ځوان نسل وکولای سي په پښتو ژبه کي لیکنی او څیړني وکړي.
د ده په خبره له همدې لاري به د پښتو شتمني لا پياوړې سي.
دا لومړی ځل دی چي د ښوونځی یو ښوونکی هڅه کوي تر څو د زده کوونکو پر مټ د پښتو ژبي پاشلي او ورکي سوي نخسې راټولي او مکملي کړي چي له دې سره د هغه نخسو د له منځه تلو مخه هم ونیول سي چي چا پاملرنه نه ده ورته کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون