په ټولنه کې ناوړه سلوکونه

لیکوال: ډاکټر محمد ابارهیم شینواری

د ناوړه سلوکونو په نتیجه کې انسان ځان ته ضرر رسوي . البته کله دا ضرر ټولنې ته هم وي. انسان یواځینی ژوندی موجود دی چې ځان ته ضرر رسوي. درواغ، دوکه، غلا، زورزیاتی، قمار، پرخوري، مخدرات، سګرت، الکول، تشویش، سودا، وارخطايي، شدید قهر، قتل، ځان وژنه او نو رهغه کارونه کوي چې د ده خپل ژوند، روغتیا او شخصیت ته تاوان اړوي. انسان دا بد سلوکونه زیاتره پدې نیت انتخابوي چې ټولنیز موقف ونیسي، په نورو کې مهم ښکاره شي، له خطرونو او بې عزتۍ خلاص شي، کمزوري یې پټه پاتې شي، نورو ته سرشار او زړور ښکاره شي، ژوند یې ارام شي، پيسې پیدا کړي او داسې نور؛ خو په حقیقت کې دغه تمې بېځایه دي او نتیجه یې زیاتره د دې پرعکس راوځي. د ناوړه اخلاقو څخه کله کله مستقیم فزیکي زیانونه اوړي او کله د هغه تشویش، اضطراب او ویرې له امله چې انسان ته پیدا کیږي لومړی په رواني او په پای کې په بدني ناروغیو اخته کیږي. برعکس د ښو اخلاقو په صورت کې انسان د سکون، اطمنان او جرأت خاوند وي او له رواني فشار او ناروغیو ازاد وي. ټولنیز زیانونه یې ډېر زیات دي، چې په مربوطه برخو کې به شرح شي. د ناوړه سلوکونو یو څو بېلګې په لاندې ډول سره لولو:

سګرت څکول

سګرت  څکول یو تر ټولو مضر او بد عادت دی. د بدن هر غړی اغېزمنوي او د هغه غړي د بدترینو ناروغیو سبب کېږي. د وقایې وړ مړینو تر ټولو لوی عامل دی؛ مثلا هر کال یوازې په امریکا کې ۵۸۰۰۰۰ کسان وژني.

سګرت څکول د سږو د سرطان څخه د مړینو د ۹۰٪ ، او د سږو د مزمنو بندشي ناروغیو د ۸۰٪ مړینو مسئول دی.  د زړه د بندشي ناروغیو خطر دوه چنده، د دماغي سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چنده، د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده او د ښځو د سږو د سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسئول دی. د سږو پر ناروغیو سربېره چې د مثانې، وینې (حادې میلوما، لیکوما)، د رحم د غاړې، لویو کولمو، مرۍ، پښتورګو، حنجرې، ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل او قصبو ناروغۍ پکې راځي.

د سګرټو د لوګي نور ضررونه دادي: مخکې له وخته زیږون، مړه زیږونونه، د کم وزنه ماشوم زېږول، د نوي زېږېدلي ماشوم ناڅاپي مړینې، ورکه شوې امیندواري او نور تکلیفونه. د نارینه سپرم هم اغېزمنوي، هډوکي هم کمزوري کوي. غاښونه بدرنګوي او سوري کېدلو ته یې زمینه جوړوي. د دوهم ډول شکرې ناروغۍ، التهابونو لکه  د بندونو د التهاب او د معافیت د سیستم کمزوري کولو ته زمینه جوړوي.

د سګرټو یو ډېر بد ضرر دادی چې کله چې یو شخص سګرټ څکوي، له خولې څخه یې بهر شوی (غیرفعال) لوګی تر لومړي لوګي ډېر خطرناک دی. د کورنۍ هغه غړي چې دغسې لوګی تنفسوي، تر اصلي سګرت څکونکي پکې پورته یادې شوې ناروغۍ ژر او خطرناکې وي. معصوم ماشومان چې بدن یې لا خام او مقاومت یې کمزوری وي، د لا ډېر خطر سره مخ دي. هغه والدین چې د سګرټو بد عادت لري، که څه هم ځان ته د ضرر رسولو حق هم نلري، خو خپلو تنکیو ماشومانو ته د دغه ضرر رسولو حق په هیڅ شان نلري، ځکه نو هيڅکله باید د کوټې په دننه کې سګرټ څکولو ته اجازه ورنکړو.

د سګرټو په پریښودو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهرباني له مخې سګرت پرېږدئ، کله چې سګرت څکول پرېږدئ نو:

۲۰ دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږي،
۱۲ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته کېږي.

۳ میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږي.
۹ میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږي او په اسانۍ به ساه وباسئ.
۱ کال وروسته به مو د زړه درګونو د ناروغیو خطر نیم په نیم راکم شي.
۵ کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم،مرۍ او مثانې د سرطان خطر نیم په نیمه راکم شي.

هر څومره ژر چې سګرټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پیل وکړي.

الکول (الکولي مشروبات) څښل

الکولي مشروبات استعمالول هم یو منفي انساني عادت دی. الکول ډېر زیات ضررونه لري او په نړۍ کې هر کال په  میلیونونوکسان لدې امله مري. یوازې په امریکا کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ۸۸۰۰۰ کسان د الکولو له امله مړه شوي او د دوه نیم میلیونه کلونو کاري پوټنشیل له منځه تللی دی.

الکولي مشروبات که اندازه یې کمه هم وي، ډېر ژر بدن ته  جذبېږي او په مرکزي عصبي سیستم په بیړه منفي اغېزه کوي. د پروټین د کمښت سبب کېږي،  د حجرو د تخریب له امله د معدې د زخم، له کولمو څخه دویټامین ب ۱۲ د جذب د کمښت، په ځیګر کې د ویټامین ډي د جوړښت د مخنیوي او د صفرا د تولید د کمښت سبب کېږي. د ځیګر التهاب، سیروز او سرطان تولیدوي.

د الکولو لنډمهالې او بيـړنۍ ستونزې

ګډوډ لید، ګنګسیت، کانګې، نسناستی، د معدې دروندوالی، سردردي، د تنفس ستونزې، بې توازنه لید او اورېدل، د دماغ کمزوری برداشت او همغږي، بې شعوري، کمخوني، کوما او د حافظې ګډوډي.

همداراز ځان او بل ټپي کول، ټکرونه کول، تشدد، له لوړو ځایونو راغورځېدل، سوځېدنې، تجاوز او ټولنیزه بې نظمي.

د الکولو اوږدمهالې او دايمي ستونزې

غیرارادي ټپي کېدل، قصدي ټپونه، په دنده کې ټپونه، تسمم، د وینې لوړ فشار، دماغي سکته، د زړه ناروغۍ، د ځیګر ناروغۍ، د اعصابو زیانونه، جنسي ستونزې، د دماغ دایمي زیانونه، د ویټامین ب ۱ کمښت چې د کمخونۍ، بې حسۍ او بې حالۍ سبب کېږي، د معدې او کولمو قرحه (زخم) او التهاب، سوتغذي، د خولې او مرۍ سرطانونه.

الکولو د نړۍ ډېر مشهور پوهان، هنرمندان او څېړونکي وژلي؛ ډېر درانه خلک یې شرمولي او بې عزته کړيدي او ډیر یې په اصطلاح له سړیتوبه ایستلي دي. اوس ۱۵ میلیونه امریکایان له الکولیزم څخه ځورېږي او د موټرو ۴۰٪ ټکرونه د الکولو د څښلو له امله پېښېږي.

د الکولو، سګرټو او نورو مخدراتو استعمال ته خلک ولې تشويقېږي؟

د رسنیو له لارې، د ممثلینو له لارې، د کلي کور او ټولنې د ځینو خیالي ځوانانو له خوا د دغو موادو د کارولو له لارې، د دغو موادو د پلورونکو له خوا، د ذهني ناارامتیا لرونکو له خوا د ارام میندلو په تمه او دې ته ورته حالاتو له لارې.

د علاج لارې یې د قوانینو له مخې بندیز، د اخلاقي او دیني تبلیغاتو له لارې د خلکو منع کول، د کلکې دینې عقیدې له لارې پخپله له دغو سلوکونو ډډه کول، د روغتیايي تعلمیاتو او مشوره ورکولو له لارې او د نجات په مرکزونو کې د بستري کېدو له لارې د دې اعتیادونو څخه خلاصون ممکن دی، خو ټینګ عزم او پر نجات باندې باور یې کیلي ده.

په امیندوارۍ کې یې ضررونه ډېر وژونکي دي چې مخکې په دغه برخه کې پوره معلومات ورکړل شول.

مخدرات کارول

چرس، اپیوم، نصوار، پان او نور نشه کوونکي مواد کارول هم روغتیا ته مضر ناوړه سلوکونه دي. زموږ په هیواد کې نصوار ډېر عام دي چې د نظافت او سلیقې پر خرابتیا سربېره د خولې او غاښونو د ناروغیو سبب کېږي. اپین هم په یوه کمه اندازه رواج دی، خصوصا په ځینو ولایتونو کې یې هم ځینې لویان کاروي او بده یې دا چې ماشومانو ته یې د ویده کولو لپاره ورکوي. پداسې حال کې چې ماشوم ته یې ضرر تر لویانو زیات دی او باید په کلکه ترې ډډه وشي.

د هیروئین یا کوکائینو او مورفینو استعمال هم له بده مرغه ورځ تر ورځې ز یاتېږي چې روغتیا او د ژوند کیفیت ته زیانونه یې د اندازې وړ ندي. په هرو شلو افغانانو کې یو تن مخدره مواد استعمالوي او پدې ډول د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتیا او نېکمرغي زیانمنوي.

له حده ډېر قهر او غوسه

قهر او غوسه تر هغه مخکې کنټرول کړئ چې پر ژوند مو حاکم شي

د کنټرول وړ غوسه د ځینو ناوړه پېښو او خبرو په مقابل کې د بدن یو طبیعي عکس العمل دی، خو له حده زیات قهر او غوسه په ژوند کې د لویو ستونزو سبب کېږي دغه ډول غوسې ته د ناروغۍ یو حالت ویلی شو چې ځان باید ترې وساتو. د ناکنټروله قهر لویې ستونزې دادي:

د انسان ټولنیز شهرت زیانموي، له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره یې اړیکې خرابوي، د سمې پرېکړې واک ترې اخلي، کاروبار ته یې زیان اړوي، له داخلي سکون، دماغي ارام او خوښۍ مخه یې نیسي او احساسات یې بې توازنه کوي،نویو څېړنو ښودلې ده چې عمر هم لنډوي.

غوسه د انسان خوشالي وژني او د یوې ثانیې قهر په بدل کې ۳۰ ثانیې خوشالي له منځه ځي. همدا راز زړه ته تاوان اړوي، د وینې فشار لوړوي، د بدن دفاعي سیستم کمروزی کوي او د انسان څېره بدرنګوي.

قهر ځکه په زړه ناوړه اغېزه کوي چې له امله یې په  بدن کې د اډرینالین او کورتیزون هورمونونه افرازېږي چې د زړه ضربان او چټکتیا زیاتوي، ځینو غړو ته د وینې جریان زیاتوي او نورو ته یې کموي، د رګونو په منځ کې د سختوالي سبب کېږي چې رګونه تنګېږي (او د وینې فشار د همدې امله لوړېږي)، د رګونو د دېوال د تخریب سبب  کېږي چې په نتیجه کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي. د امریکا د زړه د ناروغیو په ژورنال کې د ۴۴ څېړنو پر بنسټ د زړه د ناروغیو او منفي/ شدیدو احساساتو تر منځ د اړیکو مسئله ثبوت شوې ده. نه کنټرولېدونکی قهر او نور منفي احساسات په روغو خلکو کې ناروغي رامنځته کوي او د ناروغو خلکو ناروغي تشدیدوي.

د غوسې فزيکي اغېزې

قهر او غوسه په بدن کې د جګړې یا تېښتې (fight or flight) میکانیزم فعالوي چې د وېرې، وارخطايي او اضطراب په شان بدن ته  د روحي فشار مسئول هورمونه پمپوي. پدې حالت کې دماغو او کولمو ته د وینې جریان کموي او عضلاتو ته یې زیاتوي چې د زړه د چټک ضربان، لوړ حرارت او خوَلې کېدو سبب کېږي. په اوږده مهال کې د فزیکي او رواني ناروغیو سبب کېږي.

د غوسې روغتيايي ستونزې

د قهر، غوسې او روحي فشار له امله ازاد شوي کیمیاوي مواد او د هغو په نتیجه کې میتابوليکي بدلونونه خطرناک روغتیایي عواقب لري چې یو څو یې دادي: سردردي، د ګېډې د درد په شان هضمي ستونزې، بې خوبي، زیاتېدونکی اضطراب، ژور خفګان، د وینې لوړ فشار، د اکزیما په شان جلدي ستونزې، د زړه حمله او دماغي حمله.

له قهر سره د مقابلې ناسمې لارې

ځینې خلک خپل قهر په نه کنټرولدونکي ډول څرګندوي. په اصطلاح دوی له قهره چوي او له حده ډېره غوسه کوي چې دغسې قهر د کورنیو اړیکو د خرابېدو، ټولنیز تجرید، کم باورۍ، جګړو او زورزیاتي سبب کېږي. ځینې خلک برعکس خپله غوسه تل خوري. دا کار هم مناسب ندی. دا خوړل شوی قهر ورو ـ ورو یو ځای کېږي او کېدای شي په یو ځل په ډېر نامناسب ډول ظاهر شي. کله کله دغسې خلک خپل قهر او غوسه په ماشومانو او ښځو تشوي، چې ډېر ناوړه کار دی.

د غوسې د اظهار مناسبې لارې او مخنيوی

د نه کنټرولیدونکي قهر په وخت کې، که ناست یاست، ولاړ شئ، ورو حرکت وکړئ. اودس او دوه رکعت لمونځ وکړئ. د قهر په مقابل کې کې د ارام کولو لارې چارې زده کړئ. په منظم ډول ورزش وکړئ. ورزش سترس زېږونکي کیمیاوي مواد سوزوي او د مزاج ښه کوونکي نیورو ترانسمیټرونه (عصبي لیږدونکي مواد) زیاتوي.که خپل قهر مو په هیڅ صورت نه شو کنټرولولی، نو یو ډاکتر یا مشوره ورکونکي ته ورشئ.

د قهر مناسب اظهار د زده کېدو وړ دی. ماشومانو ته ور زده کړئ چې خپله غوسه څنګه څرګنده کړي.  لومړی تاسو خپلو ماشوماتو ته یوه ښه بېلګه شئ، خپل ماشوم سره په درنښت چلند وکړئ، صادقانه او ازاد پوهاوی ورسره وکړئ، د ستونزو د حل لارې چارې ورزده کړئ چې څنګه خپله غوسه په مناسب ډول کنټرول یا اظهار کړي، د غوسې او زور زیاتي تر منځ توپیر هم ورزده کړئ، د زور زیاتي په صورت کې جزا ورکړئ او د قهر په صورت کې ورته د حوصلې تلقین وکړئ.

د قهر د کنټرول سمې لارې

د خپل قهر مسئولیت واخلئ او پدې پوه شئ چې بد عواقب یې هم ستاسو ژوند او شخصیت ته او هم ټولنې ته  مضر دي،د قهر په وخت کې ژور تنفس وکړئ، د مثبت فکر کولو، د بل په موقف کې د ځان اچولو، د هغه عزت او خفګان د خپل عزت په شان ګڼلو او ژورې همدردۍ له لارې د غوسې منفي انرژي په مثبته بدل کړئ، ستونزې په معقوله لار حل کړئ، بدې پېښې، بد فکرونه او بدې خاطرې له مغزو وباسئ او قهر مخکې تر هغه کنټرول کړئ چې پر تاسو حاکم او عادت مو شي.

د قهر دوه لوی قاتلان مینه او حوصله دي؛ د الله تعالی له مخلوق سره مینه خپل مسئولیت وګڼئ او د حوصلې او زغم تمرین وکړئ. قهر د کنټرول وړ دی. له قهر څخه په خلاص ژوند کې ډېر خوند دی. له دغسې ارام ژونده خوند واخلئ.

چاپلوسي

چاپلوسي، غوړه مالي، بوټ پاکي، تملق او نور مشابه لغتونه د یو مطلب لپاره کارول کېږي، چې یوه ناوړه ټولنیزه پدیده او انساني سلوک دی. چاپلوسي داده چې له مشرانو او واکدارانو سره له حده ډېر مودبانه برخورد او د هغوی له حده ډېر (غیرصادقانه) توصیف او ستاینه وشي.

چاپلوسي د تاریخ له پیله تر اوسه شته. ډاکتر مبارک علي د هند په دربارونو کې د چاپلوسۍ ډېرې جالبې کیسې راوړي دي.

ځینې وایي چې چاپلوسي ناچله سکه ده چې په هوښیارانو نه چلېږي خو په ماشومانو او احمقانو چلېدی شي. متأسفانه د تاریخ له مطالعې او انساني ارواپوهنې څخه دا ثبوتېږي چې دا بد عمل تل په یو ډول نه، یو ډول چلېدلی دی.

زما یو ملګري زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ځینې انسانان خپل ستر شخصیت ، شرافت او کرامت د بل په پښو کې غورځوي، څو کاله پخوا ویلي و چې هر څوک په هغه وسله جنګېږي چې ورسره وي. له چاپلوس سره د ژوند د تېرولو او لوړ مقام ته درسېدلو لپاره همدغه وسیله موجوده ده.

خو اوس چې مطالعه کوم دا مسئله دومره هم ساده نده. ډېر لوی او لایق کسان هم دغه ناروغي لري. د دې رواني منشه د حب ذاب د غریزې انحراف دی. د چاپلوس له خوا د ځان د لوړولو او له ګواښ، خطر، وېرې او کمزوري څخه د خلاصون لپاره کارول کېږي او د چاپلوس منونکي له خوا د ځان دمهم ګڼلو لپاره منل کېږي. یعنې د حب ذات غریزه چې انحراف وکړي، په خودخواهۍ بدلېږي، نو یو لوری چاپلوسي د خودخواهۍ لپاره کوي او بل لوری یې د خودخواهۍ له مخې مني.

د چاپلوسۍ ټولنیزه ګټه نشته، بلکې لوی تاوانونه ترې پېښېدای شي. فیلسوفانو او ارواپوهانو په څېړنو ثبوت کړې ده چې د چاپلوسۍ له امله ډېرې لویې اخلاقي، ټولینزې او سیاسي ستونزې رامنځته کېږي.

چاپلوسان دومره ماهر وي چې له لوی مشر او پوه شخصیت څخه احمق جوړولی او خپل زیاتره شخصي او ناروا غوښتنې پرې منلی شي؛ د پاکو او خدمتګارو خلکو مخکې ورته سدونه اچوي او د خپلو ټولو عیبونو د پټولو لپاره یې په سترګو او ذهن پردې غوړوي.

لکه څېړنو چې ثبوت کړې  ده چاپلوسي په زیاترو وختونو کې چلېږي، یوازې شکل او حالت یې توپیر کوي. ما یو چېرې لوستي و چې چاپلوسان دوه ډوله دي: یوشرقي اوبل غربي. شرقي چاپلوسان داسې وي چې کله دمشرپه سردرداوریزش وي،نودوی یې سرموښي او حتی پوزه یې پاکوي؛ یاورته وایي چې قربان دې شم، ستادرد دې خدای پرماکړي. که ته نه یې هیواد ورانېږي.

غربي چاپلوسان بیاداسې دي، چې مشرته په قهرجنه لهجه ووایي: ایسته کړه په دې شورواکې مرچ دي، ډاکترله مرچومنع کړی یې اوته یې درګرده خورې. بیاترې دمرچ داره شورواکاسه لیرې کړي. یاورته په جدی اندازکې ووایي تادې دواخوړلې ده؟ داسې خوسمه نده، د ځان خیال دې بېخي پریښی دی. د ټول وطن او عالم غمونه دې په شا کړي دي.

شرقي چاپلوسي اوس تر ډېره حده نه چلېږي، خوغربي چاپلوسي لا هم خریدارلري. معاصر چاپلوسان دغسې په زرګونونورتکتیکونه لري،تر څومشران دزړه له تله پرې ډاډه کړي چې همدوی یې ترټولوکلک خواخوږي دي.

چاپلوسي د صادقانه تقدیر، ستاینې او شکر کولو سره توپیر لري. که د یو چا د ښو کارونو صادقانه ستاینه وکړو او مننه او تشکر ترې وکړو، دا چاپلوسي نده، بلکې د ثواب کار دی. د حدیث شریف مفهوم دی چې څوک د انسان د ښېګڼو شکریه نه ادا کوي، د الله تعالی د نعمتونو شکرګذاري هم نشي کولی. په شکر ګذارۍ کې ټولنیزو او انساني اړخونو ته وده ورکول هدف وي او په چاپلوسۍ کې ځان ته پرمختګ او زیاتره نورو ته ضرر رامنځ ته کېږي.

چاپلوس د خلکو له سترګو، نه پټېږي او په ټولنه کې ذلیل شخصیت وي. دوی که فکر کوي، نورو ته په ضرر رسولو به پدې ډول ځان ته ګټه ورسوي، نو تېروتي دي. دوی تر ټولو ډېر ضرر ځان ته رسوي. هغه څه چې دوی لاس ته راوړي تر هغو ډېر کوچني او واړه دي چې له لاسه یې ورکوي. د الفت صاحب خبره ځینې خلک د عزت (مادي ګټو) لپاره عزت النفس قربانوي. فکر کوم دا خلک همدا چاپلوسان دي.

خپل اولادونه باید داسې وروزو چې چاپلوسۍ ته اړ نشي، خو د شکر، مننې او صادقانه ستاینې هنر باید وزده کړو.

درواغ ويل

درواغ ویل یو منفي انساني عادت دی، باید انسان ترې ځان وساتي، خو د یو واقعیت په توګه د یو شمېر انسانانو په منځ کې شته. د یوې څېړنې له مخې ۶۰٪ وګړي په لس دقیقه یي خبرو کې یو ځل ضرور درواغ وایي. درواغ ځان ته د ارزښت ورکولو له غریزې څخه منشا اخلي او که څه هم اسان کار ندی او تر رښتیا ویلو ۳۰٪ زیات وخت نیسي، خو انسان یې د ځان د مهم ګڼلو او په اصطلاح د کم راتلو د مخنیوي لپاره وایي. البته بل شخص ته د ضرر رسولو او کوم خیانت لپاره درواغ ویل بیا یو جرم دی.

درواغ دې ته وایي چې ویونکی یې د ویلو پر وخت پوه شي چې خبره یې درواغ ده او کوښښ وکړي چې بل لوري ته رښتیا ښکاره شي.

درواغ په نورو څارویو کې نشته، خو په بیزوګانو کې څېړنو ښودلې ده چې په یو ډول پکې شته. ځینې روبوټونو ته هم چې د کار په مقابل کې جایزه ټاکل شوي وي، درواغ کوي.

درواغ د اسلامي لارښوونو او انساني اخلاقو له مخې یو ناوړه عمل دی. پدې کار ځینې انسانان ظاهرآ کوښښ کوي چې ځاني ارزښت یې وساتل شي، خو په حقیقت کې د شخصیت او ارزښت د کمولو یو اصلي سبب یې جوړېږي.

د یو روغ او په ټولنه کې د ابرومن ژوند لپاره باید له درواغو هم پخپله ډډه وکړو او هم خپل اولادونه په رښتیا ویلو وروزو.

زورزياتی کول

زور زیاتی د ناوړه کار په مقابل کې د بقا له انګېزې، دفاع، حملې یا تېښتې له غبرګون سره تړلی دی. انسان په ټول تاریخ کې زور زیاتی کړی او تر زور زیاتي لاندې راغلی دی. زور زیاتی یو څه جنیټیکې منشې هم لري او هغه د دې لپاره دي، چې د خطر او زور زیاتي څخه دځان ، کورنۍ او متعلقانو د خلاصون لپاره باالمثل عمل وکړای شي، دا اصلا په دماغ کې د جایزې د سیستم (reward system)یوه برخه ده، چې د خوړو اوکورنیو اړیکو څخه د خوند له غریزې سره نښتې ده، خو که انحراف وکړي، نو د نورو د ژوند او حقوقو د پایمالولو سبب کېدای شي. د انساني تاریخ ژورې مطالعې ښودلې ده چې زموږ پخواني نیکونه تر موږ ډېر سوله دوست و.  زور زیاتی انسان د تل لپاره نېکمرغه کولی نشي او د یو روغ ژوند سره په تضاد کې عمل دی. بل انسان هم د ورته ظرفیتونو لرونکی دی او په ورته عمل سره لاس پورې کولی شي. د زور زیاتی خاوند هم له زور زیاتي سره مخ کېږي. زیاتره یې ژوند بېخونده، په اضطراب او تشویش کې تېرېږي او دا متلونه پرې تطبیقېږي چې بد ګرځي بد به پرزي، او چې څه کري هغه به ریبي.

د زور زیاتي یو ډول د بل انسان سپک ګڼل او ریشخندول دي. دا بد عمل له کوره پیلېږي. ځینې ماشومان خپل ورونه/ خویندې ریشخندوي، چې ورو ورو دا عادت ښوونخي، ټولنې، کار ځای او نورو برخو ته رسېږي. په ټولګي کې په ځینو ملګرو مضمون جوړول، ځینو پاک زړو ښوونکو او یا کارکوونکو ته د مدیریت او ریاست د اوازو په ورکولو هغوی ریشخندول، په کار کې د انساني موثرو اړیکو په لار کې یو خنډ جوړوي، انسانان یو د بل څخه خوابدي کوي، او عقدې او غوټې پکې پیدا کوي، چې د فرصت پیدا کېدو په صورت کې ډېر خطرناک منفي غبرګونونه ترې پیدا کېدای شي.

باید ماشومان پرې نږدو چې دغسې سلوک خپل کړي. ماشومانو ته ټوکې او خوش طبعي ورزده کړئ، موقع ورکړئ، چې خوش طبعه اوسي، خو د خپل ورور،خور، ملګري، ټولګیوال او بل انسان د تحقیر، توهین او ریشخندولو په بیه نه.  انسان؛ الله جل جلاله د کرامت سره پیدا کړی دی، د ټولو مخلوقاتو په منځ کې یې شریفترین حیثیت ورکړی دی. باید د نورو په سپک ګڼلو ځان تر ټولو سپک مقام ته ټیټ نکړو.

د ښځو پر وړاندې زور زیاتی یو اوږد بحث دی چې ډیر څه پرې لیکل کیدای شي. د بشریت له پیل څخه پر ښځو د زورزیاتي بدترین ډولونه تعمیل شوي دي او اوس هم جریان لري. ښځه ظریفه او لطیفه ده، د یو لوی انساني مأموریت لیږدونکې او د انساني نسل د بقأ مسئوله ده. په هیڅ صورت ورسره هیڅ ډول زور زیاتي توجیه نشي کیدای.

کوچنیان هم د زور زیاتي په وړاندې دیر زیانمنیدونکي دي او ځانګړې پاملرنه غواړي. په ځانګړي ډول په فقر، جګړې، افتونو او بیړنیو حالتونو  کې.

ماشومان مو د مینې او زغم په روحیه وروزئ او له تشدد او زورزیاتي او د هغه د بدو عواقبو څخه یې خبر او منع کړئ.

دوکه او تېر ايستل

دوکه هم یو منفي انساني سلوک، خو یو تریخ واقعیت دی. په ښکاره ډېر پاک او جذاب خلک هم دوکه کوي. د پاک شهرت لرونکي ډېر مشهور مشرانو هم کله کله تر هر چا سترې دوکې کړې دي.

په امریکا کې په هرو پنځو کسانو کې یو تن له مالیې څخه په تېښته کې دوکه ځان ته روا ګڼي او دلایل او معقولیت ورته تراشي. لس سلنه ښځې او نارینه یو د بل تېر ایستل روا کار ګڼي. سیاسي مشران تر هر  چا ډېره دوکې ته اړ کيږي، ځکه دوی له میلیونونو خلکو سره مخ وي، چې د ټولو غوښتنې نشي پوره کولی او محدودیت یې پدې برخه کې تر هر چا زیات وي، که دوکه ونکړي، مشرۍ ته دوام نشي ورکولی. سیاسي مشرانو ته ماکیاولي لارښوونه کړې وه چې په اخلاقو تظاهر کوئ، خو عمل پرې ونه کړئ، ځکه پر اخلاقو عمل مو ناکاموي.

دوکه د شخصي او ټولنیز ژوند لپاره افت دی. د ټولنیز موقف د ټیټولو له لارې ټولنیزې روغتیا او د افشا کېدو د وېرې له امله رواني روغتیا ته زیان رسوي، چې رواني ناروغۍ د بدني تکلیفونو سبب کېدای هم شي.

دوکه انساني ارزښت سپکوي او د شرافت او کرامت مقام ته زیان رسوي. باید ډډه ترې وکړو او خپل اولادونه د شرافت او انساني کرامت په عالي معیارونو وروزو.

غلا کول

دا بد او سپک عمل کله کله له اړتیا، خو زیاتره له حرص، تکبر، لوړتیا غوښتنې، الکولو، مخدراتو، رواني تکلیفونو او سترس څخه منشا اخلي. دا منفي عمل هم د انساني ټولنو یو تریخ واقعیت دی. د ۴۳۰۰ کسانو له یوې سروې څرګنده شوه، چې ۱۱٪ یې په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل یوه داسې غلا کړې وه، چې اړتیا یې ورته نه وه. د دې امکان هم شته چې جن یې هم په بدن کې وي، ځکه په بیزوګانو کې یې نښې میندل شوي دي.

غلا د انسان ټولنیز دریځ ډېر ټیټوي او سپک او ذلیل مقام ورکوي. له روغ او متوازن ژوند سره په تضاد کې بد عادت دی، باید ځان او ماشومان ترې په کلکه وساتو. د مخنیوي لارې یې د خدماتو په عرضه کې عدالت، د قوانینو هر اړخیز تطبیق او د دیني ارشاداتو منل دي.

تکبر

انسان له خاورو پیدا او خاورو ته ځي . ټول انسانان له ادم او ادم له خاورو پیدا دی . ټیټ او لوړ ټولنیز مقامونه د دې لپاره دي، چې د ټولنیز ژوند څرخ وچلېږي. ټول انسانان په کرامت، شرافت او حقوقو کې مساوي دي. تور او سپين، ښځه او نر، لوی او کوچنی یو پر بل برتري نلري. البته هر ګروپ ځینې ځانګړتیاوې لري، یا ځانګړې توجه ته ضرورت لري، خو څوک په لوړ ځای کې په کېناستو له نورو څخه نه لوړېږي.

د لوړتیا یوازینی معیار تقوا ده. پوهه هم د انسان بینایي او لید پراخوي، خو که د تقوا او پوهې په صورت کې هم تکبر پیدا شو، نو تقوا په ریا او پوهه په مکر بدلېږي او د انسان ارزښت راټیټوي. ښه انسان هغه دی چې نورو ته یې خیر ورسیږي.

تکبر یوازینی انساني سلوک دی چې تر شرک وروسته الله تعالی ته د منلو وړ ندی. د حدیث شریف مفهوم دی چې یوه ذره تکبر یې په زړه کې وي، الله جل جلاله به یې ونه بښي.

د تکبر ټولنیز ضرر دادی چې په ټولنه کې د لوړ او ټیټ مفهوم او طبقې جوړېږي او د حقوقو د ضیاع او وجایبو د نه اجرا سبب کېږي، چې پدې ډول ټولنه معیوبه او ناروغه کوي.

تکبر انسان له انساني ارزښتونو لیرې باسي. یوه رواني ناروغي ده چې نورو ته د ضرر رسولو او د نورو د مدافعې د راپارولو له لارې ځان ته د ضرر رسولو لارې  جوړوي.

له تکبر څخه ځان وساتئ او اولادونه مو په کمینۍ، انساني کرامت ته په درناوي او مینه وروزئ.

اصراف

اصراف، افراط او تفریط د یو روغ صحت او ښه ټولنیز مقام لپاره ګټور ندي. په اصراف کې د نورو د حق د تلف کېدو خطر شته. د زیاتو منابعو د لګښت په صورت کې د ډېرو محتاجو سره د مرستې چانس له منځه ځي.

اصراف په خوراک او نورو سلوکونو کې د زیاتي سبب کېږي، چې د ډول ډول ناروغیو د رامنځته کېدو زمینه جوړوي.

هغوی چې په ټنونو د الله تعالی نعمتونه ضایع کوي، ځان ته له پرخورۍ څخه او د نورو د برخې د ضیاع له لارې ناروغي رامنځته کوي. د الفت صاحب په وینا په یوه ورځ دوه جنازو ته زمینه جوړوي چې یو له پرخورۍ او بل له ولږې څخه مړ کېږي.

له اصراف څخه تکبر او ځان ښودنه هم پیدا کېږي، چې ستونزې یې څرګندې دي.

له اصراف، افراط او تفریط څخه ډډه وکړئ او خپل ماشومان وروزئ چې موږ منځنی امت یوو  او اصراف، افراط او تفریط مو د دیني ارزښتونو سره په ټکر کې سلوکونه دي.

قمار وهل

د بې زحمته شتمن کېدو په تمه قمار وهل یو ناوړه عمل دی، چې کوونکی یې په نتیجه کې د خوارۍ او پښېمانۍ سره مخ کېږي. تجربو ښودلې ده چې زیاتره قمار بازان د سترو ټکرونو او تاوانونو سره مخ کېږي؛ رواني ناروغۍ، سترس، وېره او وارخطايي ورته پیدا کېږي. د کورني ژوند څخه بېزاري یې حالت نور هم خرابوي.

په بیزوګانو کې هم د قمار نښې میندل شوې  دي او ښکاري چې په انسان کې د لټۍ ځینې جینونه د دې کار باعث دي. یو ګمان دا دی چې کېدای شي، د نوو شیانو د اختراع لپاره په انسان کې یو پټ ظرفیت موجود وي، چې قمار د هغه انحرافي ډول وي.

زیاتو قماربازانو ځانونه یا نور خلک وژلي، په لانجو اوښتي او کورني تاوتریخوالي ته اړ شوي دي؛ هم یې خپل او هم د نورو روغ ژوند او روغتیا ته ضرر رسولی دی.

ځان او اولاد مو باید له قمار څخه وساتو، چې کورنی ژوند او ټولنیز حیثیت مو تباه نشي.

بېخوبي، د شپې بنډارونه

زما په نظر دا هم د خپل وخت او انرژۍ ضایع کول دي. یوه شپه بېخوبي د څو ورځو د کار حاصل کم اثره کوي. له بېخوبۍ څخه د موټرو د ټکرونو شمېره له الکولو څخه تر راپيدا شوو ټکرونو زیاته ده. د ژوند شریک ته وخت نه ورکول او په شپنیو بنډارونو کې وخت ضایع کول، کورنۍ اړیکي هم زیانمنوي او دناوخته ویده کېدو سره اتومات د وختي پاڅېدو فرصت هم له لاسه ورکوي چې روغتیايي ګټې یې د خوب په برخه کې تشریح شوې  دي.

پکار ده چې موږ ټولنیز واوسو، خو وخت سره زر دي، د هر کار وخت او ځای وپېژنو او شپه چې الله تعالی د ارام لپاره رالېږلې ده په بې حاصله بنډارونو تېره نه کړو.

البته کله کله د دوستانو دعوتونو ته تلل، یا په مهمو موضوعګانو له ملګرو سره بحث هم د شپې له خوا ښه کار دی او هم د ورځې. دغسې ټولنیزو کارونو ته باید په هر صورت وخت ورکړو، خو د شپې بنډارونه باید زموږ په یو عادت بدل نشي.

زيات سکرين (پردې) ته کتل

اوس سکرین (پردې) ته ډېر کتل د کورنیو او خصوصا ماشومانو لپاره یوه لویه ستونزه جوړه شوې ده. تلویزیون، کمپیوټر، سمارټ فونونه، ویډیوګیم او نور شیان زموږ زیاتره وختونه له سکرین سره تماس ته ځانګړي کوي چې دا کار باید په ځانګړي ډول په ماشومانو کې کنټرول کړو. تر دوه کلونو کم ماشومان باید په مطلق ډول له سکرین څخه لیرې وساتو، نور ماشومان باید په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته سکرین ته پرېږدو، حال دا چې په ځینو څېړنو کې ښودل شوې ده چې د ۸-۱۸ کلونو ماشومان په اونۍ کې ۴۵ ساعته وخت سکرین ته ورکوي، چې دا د سرو زرو (وخت) تر ټولو ظالمانه ضیاع ده. لویان که په دفتر کې له کمپیوټر څخه چاره نلري، په داسې ډول دې یې وکاروي چې سترګو، دماغ او اسکلیت ته یې تاوان تر ټولو ټیټ ممکن حد ته راورسوي.

سکرین ته ډېر کتل د فزیکي فعالیت مخه نیسي او چاغښت او نورو مزمنو ناروغیو ته لار اواروي. په ماشومانو کې د ناوړه سلوک، کړنو، عقیدو او ژوندډول اساس ږدي. همدا راز په ماشومانو کې د شپې وېرېدل او بېخوبي هم تولیدولی شي. دا ډول ماشومان ناوخته ویده کېږي او وختي نشي پاڅېدی چې د وختي پاڅېدو له ګټو بې برخې کېږي، که د ښوونځي په خاطر وختي پاڅېږي، نوپه  بیړه کې وي او سباناری چې د دوی روغتیا ته ډېر مهم دي، ترې پاتې کېږي.

د دې لپاره چې د ماشومانو د سکرین وخت کم او کنترول کړئ لاندې کړنې باید په نظر کې ونیسئ:

ماشومانو ته د سکرین د زیات کتو صحي ضررونه بیان کړئ،

خپل ارزښتونه ورته ووایاست او پوه یې کړئ چې عشقي او جنګي وحشتناک فلمونه او ډرامې زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د خپلو ارزښتونو برتري او روغ ژوند ته د هغو ګټې هم ورته تشریح کړئ،

یو کورنی  مهالوېش جوړ کړئ او هر ماشوم ته د یو مشخص تلویزیوني چینل داسې وخت ورکړئ چې د ده د عمر سره سم او ورته ګټور وي،

د خوب په خونو کې تلویزیون او نور سکرین لرونکي وسایل مه ږدئ،

ماشومان بدیلو ښو کارونو لکه د کیسو اورېدو، کورني بحث، ورزش، لوستلو، لیکلو او د کور په کارونو کې برخې اخیستنې ته وهڅوئ،

د تجارتي اعلان په وخت کې ماشومان وهڅوئ چې یو څو منظم فزیکي حرکتونه وکړي، ژور تنفس یا د فکري تمرکز تمرین وکړي،

د سکرین وخت ماشومانو ته د جایزې او جزا په عنوان مه ورکوئ قوانین مو باید ډېر سخت نه وي، بلکې د څو ساعتونو موثرو او ګټورو کارونو په بدل کې ورته یو معین وخت اجازه ورکړئ، چې د پورته اصولو له مخې ګټور شیان وګوري. که ممکنه وه، ګټور شیان له ماشومانو سره  په ګډه وګورئ.

لویان دې هم د کورنۍ وخت کمپیوټر ته نه ورکوي او په اصطلاح واده دې ورسره نه کوي، بلکې فعال بحث، عبادت، کورني کارونه، شریک ورزش، ګډ خوراک او د ګټورو شیانو ګډو لیدو ته دې وخت ورکړي.

ناروا جنسي اړيکې

ناروا جنسي اړیکې  نامشروع او بې غیرته کار دی. د حضرت علي (رضی الله عنه) د یوې وینا مفهوم دی چې څوک د بل ناموس ته بد ګوري، د شعور په ژورو کې به یې د خپل ناموس په وړاندې یو ډول او یوه اندازه بې غیرتي موجوده وي.

افغانان دا کار تر هر څه بد ګڼي، غل، ډاکو او قاتل ته پناه ورکوي، خو داسې انسان چې د نورو ناموس د خپل ناموس په شان عزتمند نه ګڼي، حتی په خپل ګاونډ کې نه پرېږدي.

دغسې نامشروع اړیکې  د کورني ژوند بنسټ نړوي، مینه، محبت او باور له منځه وړي او ټولنیز او روحي فساد ته لار اواروي.

د انساني اړتیا په توګه د جنسي غریزې د اشباع لپاره نکاح روا ده چې پکې ډېر زیات انساني او ټولنیز مصلحتونه شته، خو ناروا جنسي اړیکې د ټولنې تباهي او د انساني نسل ذلت او سقوط دی.

په هغو ټولنو کې چې دغه اړیکې له قیدوشرطه ازادې دي، د ټولنې د مادي پرمختګ سره سره پکې د رواني ناروغیو او جرمونو کچه لوړه شوې ده. سکون او اطمینان پکې کم شوی دی او زیاترو اوسېدونکو ته یې ژوند – په ځانګړي ډول تر دېرش او څلوېښت کلنۍ وروسته – په یو عذاب بدل شوی دی.

د ښځو د حقوقو ځینې (دروغجن) مدعیان باید پدې پوه شي، چې د ناروا او بې قیدو شرطه جنسي اړیکو اصلي قربانیانې ښځې دي چې په ځېنو هیوادونو کې یې ډېره لوړه فیصدي په پاخه عمر کې چې تر بل هر وخت ډېر ملاتړ او حمایت ته ضرورت لري، یوازې اوسېږي او له ځان سره وایي چې د یو انسان په توګه یې څه شی کم و، چې په یوازې اوسېدو محکومه شوې ده.

دغه ډول اړیکې د ساري ناروغیو لکه سوزاک، ایډز، سفلیس، هیپاټایټیس او نورو سبب کېږي او ډول ډول سرطانونه هم رامنځ ته کوي. دا ډول کسان د ساډیزم، ماسوشیزم او نورو جنسي ـ رواني ناروغیو ښکار کېږي او یو روغ او ارام ژوند نشي لرلی.

اشخاص، ټولنې، ټولنیز بنسټونه او حکومتونه ټول دنده لري چې د کورني نظام او انساني کرامت او شرافت د ساتنې لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

پرخوري (له حده ډېر خوراک کول)

په خوراک کې توازن زموږ د دین لارښوونه او د طب او تغذیې اساسي اصل دی. له حده ډېر خوراک د یو روغ ژوند په مخ کې خنډ کېږي. چاغښت د اوسني ژوند یوه لویه ستونزه ده چې ډېرو زیاتو ځنډنیو ناروغیو ته لار اواروي. د چاغښت اساس په کوچنیوالي او حتی د مور په نس کې ایښودل کېږي. هغه ماشوم چې مور یې متوازن خواړه نه خوري، تر زیږون وروسته خپل ماشوم ته پوره او یوازې خپلې شیدې نه ورکوي او هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې غیر صحي خواړه خوري، خواږه شربتونه څښي، پرخوري کوي  او تمرین نه کوي، همداراز هغه لویان چې دغه ډول عادتونه کوي، له چاغښت او په نیتجه کې د هغې له بدو روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېږي. د چاغښت د روغتیايي ستونزو په باب وروسته یو بحث لرو.

د نورو په مخکې په حرص، بېړه اوله حده ډېر خوراک هم ناوړه سلوک دی، انسان د نورو په نظر کې سپکوي.

نور منفي سلوکونه

کنځلې، بدې ردې، شک، سخن چیني، چغلي، جاسوسي، حسد، کینه، انتقام جویي او نور ډېر منفي سلوک او اخلاق هم د ټولنې په ځينو وګړو کې په یوه کچه شته چې هم روغتیا، هم شخصیت او هم ټولنیز نظم ته زیان رسوي. دغه بد عادتونه او سلوکونه زموږ دین منع کړي او عاملینو ته یې سخت وعیدونه ورکړي دي، باید په کلکه ترې ډډه وکړو.

x

دا هم وګورئ

کتاب او ټولنه

لیکوال: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي وي چې کتاب به نه ...