دوی د بریښنایي تذکرو ویش د هیواد د پرمختګ لپاره یوه اړتیا بولي او د حکومته غواړي چی دا پروسه ژر تر ژره ولایاتوته هم وغځوي.
دا کسان افغانیت یو ملي هویت بولي او هغه په افغانستان کي د مېشتو قومونو تر منځ د یووالي سمبول یادوي.
په هرات ولایت کی د پوپلزي قومونو د فرهنګی او ټولنیزي شورا له لوري نن په دی ولایت کی د یوه ناستی په ترڅ کی د بریښنا تذکرو د ویش پیلیدو او په هغه کي د افغان او اسلام کلیمو لیکل کیدو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دا کسان د بریښنايي تذکرو ویش د افغانستان د اوسني نا مناسبه وضعیت یوه اړتیا بولي او د حکومته غواړي چی د ډیر ژر دا لړۍ و ولایاتو ته هم وغځوي.
د دې ناستي ګډون وال د دې پروسې مخالفین پاریدونکي کسان بولي او وایي، یو شمیر کړۍ غواړي د افغانانو د ملی هویت په ګرو نیولو سره خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي.
دا په داسي حال کي ده چي په هیواد کيد ولسمشر محمد اشرف غنی له لوري د بریښنایی تذکرو د ویش د لړۍ د پرانیستل کیدو سره سم یو شمیر کړیو په سر کي اجرایه ریٔس عبدالله عبدالله خپل مخالفت اعلان کړ او په دې تذکرو کي د یوشمیر بدلونونو غوښتونکي سوه.