راپور: جواد داوري
داچي تیرو دوو کلونو کي اورښتونه کم وه له همدي امله هم سږ کال اړونده ارګانونو پوره چمتوالي نه و نیولي.
د باران اوبو له امله د لښکرګاه ښار په زړه کلا،صافیانو، احمدشاهي مېنه،قصبه او تورټانګ کي کورونه اوبو نړولي او یا هم کوڅو کې دومره اوبه ولاړي دي چي له کورونو څوک نه سي وتلاي.
ددې سیمو اوسیدونکي پر ښاروالۍ نیوکه کوي چي پر وخت يې چمتوالي نه درلودی کله چي د باران اوبه د دوی په کورونو کي ډم سوي ښاروالۍ هم نسواي کولاي خپل خدمات ټولو کورونو ته ورسوي.
دوی وايي ددې پاره چي بیا ستونزي سره مخ نه سي لښکرګاه ښاروالۍ دي موقتي چري جوړي کړي تر څو اوبه پر یو مسیر حرکت وکړي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال انجنیر ننګیالي بارک وايي په ۸ ناحیو کي يې کارکوونکي کار کوي تر څو خلکو سره لومړنۍ مرستي وکړي او اوبو ته پر یو لوري حرکت ورکړي.
دی زیاتوي یو شمیر غیر پلاني سیمي چي نقشه سوي دي نه دي له پخوا څخه په خامه او خپل سري ډول جوړ سوي دي د باران اوبو له امله متضرر سوي دي خو هغه سیمي چي سړک او چرۍ لري هغه اوبه يې عمومي کانال ته رهنمايي کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په ګرشک ولسوالۍ کي هم د یوشمیر اوسیدونکي د باران اوبه له امله خپل کورونه پرایښي دي.
په ګرمسیر،باباجي،نادعلي،سنګین او موسی کلا کي هم کرنیزي مځکي د سیلابونو اوبو وړي دي خو دقیقه شمیره يې نه دي معلومه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون