د کابل ـ کندهار لویه پرون پنځمه ورځ لا هم په مقر ولسوالۍ کي د ترافیکو پر مخ بنده پاته وه

دمقر ولسوالۍ اوسېدونکو لویه لار د اعتراض په ډول ځکه تړلې چي له حکومته غواړي دغه ولسوالۍ په ولایت بدله کړي.

یو شمېر د نظر خاوندان وايي، خلګ دي له حکومت څخه خپل حق په قانوني ډول وغواړي او د لویو لارو مسافرو ته دي ستونزي نه جوړوي.

دا د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدنکي دي چي له تیرو پنځو ورځو راهیسي يې د کندهار ـ کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ د اعتراض په ډول تړلې او له حکومته غواړي تر څو د مقر ولسوالۍ په ولایت بدله کړي.

د راپورونو له مخي افغان حکومت غواړي د ټول افغانستان په کچه پنځه بیلابیلي ولسوالۍ په ولایتونو بدلې کړي.

د کابل ـ کندهار د لويي لاري د تړل کېدو له امله په کندهار کي سلګونه مسافر بند پاته دي او له ستونزو سره مخ دي.

د لویي لاري مسافر وايي، د شپې د تیرولو ځای نلري او د مقر ولسوالۍ د اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي تر څو لویه لاره خلاصه کړي.

په هغه پنځو ولسوالیو کي چي ښايي په ولایتونو بدلي سي د غزني ولایت جاغوري ولسوالي هم شامله ده، خو دمقر اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ په شرایطو برابره ده او تر دې وړاندي هم دمحلي ارګانونو تر کار لاندي وه نو اړتیا ده چي په ولایت بدله سي.

خو بلخوا یوشمېر د نظر خاوندان وايي، ولسي خلګ دي د خپل حق د غوښتلو لپاره قانوني لار غوره کړي او د مسافرو پر مخ دي لويي لاری نه تړي.

مقر د کابل ـ کندهار په لویه لار  بانفوسه ولسوالۍ ده چي له غزني ولایت څخه د ۱۲۰ کیلومتره په اندازه لیري پرته ده.

افغان حکومت وايي، هغه ولسوالۍ به په ولایتونو بدلي سي چي له د ولایتونو له مرکزونو څخه په لیري واټن پرتې وي او زیاته نفوس ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...