سږ کال په کندهار کي يو نيم ميليون نيالګي ايښودل کيږي

د کندهار سرپرست والي د نيالګيو د ايښولو پروسې پر مهال د ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه، چي د کرني رياست او ښاروالۍ سره دي د نیالګيو په ساتنه کي همکاري وکړي.

د کندهار د کرني رياست مسؤلين وايي، په دغه نيالګيو کي زينتي او مېوه لرونکي نيالګي شامل دي.

په کندهار کي د نيالګيو د کښېنولو پروسه پیل سوه، چي پر مهال يې د کندهار سرپرست والي، عبدالحنان منيب وويل، سږ کال به په کندهار ښار او ولسواليو کي يو نيم ميليون نيالګي کښېنول سي.

دی وايي، د باغونو لپاره به په شپږ زره جريبه مځکه کي هم نیالګي کښېنول سي.

منيب د ټولو ښاريانو څخه غوښتنه کوي، چي د نيالګيو په ساتنه کي دي د ښارولۍ او کرني رياست سره همکاري وکړي، تر څو له منځه ولاړ نسي.

د کندهارد کرني رئیس حافظ الله سعیدي وايي، په دغه یو نيم میليون نيالګيو کي زينتي او ميوه داره نيالګي شامل دي، چي هم به د هوا په پاکوالي کي مرسته وکړي او هم به مېوې ځيني تر لاسه سي.

دغه راز سعیدي وايي، په دولس ولسواليو کي د کرني رياست او همکارو موسیساتو لخوا او په پاته ولسواليو کي به د خصوصي سکتور په همکارۍ نيالګيان کښېنول سي.

د هغه په خبره، ښاريان دي یو نيالګی د ځان يو نيالګی د چاپیريال لپاره کښېنوي او د هغوی ساتنه دي وکړي.

بلخوا د کندهار ښاريان وايي، د نيالګيو په ګټه پوهیږي او غواړي چي ساتنه یې وکړي، تر څو له منځه ولاړ نه سي.

دوی زياتوي، هر ښاري مسول دئ، چي د دغه نيالګیو ساتنه وکړي او د خپل ښار ښکلا ته زيان ونه رسوي.

په کندهار هر کال تر یو ميليون زیات نيالګي کښېنول کيږي خو ډېری يې د ښاروالۍ او خلکو د نه پاملرني له امله يا وچيږي او يا يې څاروي خوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...