د امریکا ولسمشر ویلي، چي له ۲۴ ساعتونو تر ۴۸ ساعتونو پورې وخت کي به د دې پېښي په عکس العمل کي ستره پریکړه وکړي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چي په سوریه کي د کیمیاوي برید ترسره کوونکي به د دې حملي بیه پرې کړي.
د سوریې رژیم او متحدانو یې روسیې او ایران د دوما په ښار کي د کیمیاوي وسلي کارول رد کړي او په دې اړه خپاره سوي راپورونه یې له ځانه جوړ سوي بللي دي.