میلاد حمیدي
جلال اباد ښار درېمي حوزې اړوند سیمه کي د کډوالو په ریاست نن نږدې ۱۲ بجې برید په داسي حال کې پیل سو، چي په یاد ریاست کي نن د کډوالو سره د مرستو ترسره کولو په موخه د اړونده همکارو ادارو سره غونډه وه .
په دې غونډه کي د همکارو مؤسسو استازو، چي ټول افغانان وو، شتون درلود، خو د پېښي د رامنځته کېدو پر مهال د همکارو ادارو استازو او د کډوالو رئیس په ګډون ګڼ شمیر کارکوونکي په خوندي ډول ایستل سوي دي.
د دې پېښي څخه تر اوسه ۱۱ تنه سطحي ټپیان روغتون ته لیږل سوي دي، د پولیسو د معلوماتو له مخي پېښه د دوو تنو بریدګرو له لورې پیل سوې وه، چي یو بریدګر یې ووژل سو او پاته بل کس د وژلو په موخه هم تکتیکي عملیات جریان لري، ترڅو د احتمالي بند پاته کسانو ژوند وژغورل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون