پخواني ولسمشر حامد کرزي له یاماموتو سره پر راتلونکو ټاکنو خبري کړي دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په دفتر کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره پر راتلونکو ټاکنو خبري کړي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چي کرزي له یاماموتو سره په خبرو کي ویلي، چي ځیني هېوادونه په افغانستان کي د قومي تعصبونو اور ته لمن وهي.

د سرچینې په وینا دې موضوع نوموړی سخت اندېښمن او خواشینی کړی دی.

پخواني ولسمشر له یاماموتو وغوښتل چي د ټاکنو او نورو موضوعاتو په اړه د افغانانو اندېښنې ملګرو ملتونو ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...