ترافيکي پېښه نن سهار شااوخوا لس بجې د زابل د ښار صفا ولسوالۍ د خانزو په سيمه د يو ټېلر او ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د ټکر له امله رامنځ ته سوې، چي پکښي يې یو تن وژل سوی او ۱۳ نور ټپيان دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي، چي پېښه د موټر چلونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده.
سيال وویل، چي د پيښي ټول ټپيان د کندهار مېرويس روغتون ته انتقال سوي او لويان دي.
د کندهار-کابل پر لويه لار اکثره مهال خونړۍ ترافيکي پيښي رامنځته کیږي، چي لامل يې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون