په ایران کي الوتکه را لوېدلي ده

د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایرانۍ الوتکه له لسګونو سپرلیو سره په مرکزي ولایت اصفهان کې راغورځېدلي ده.

د دغي اداري مشر حسین کوليوند فارس وویل، چي دغه الوتکه چي سپرلۍ یې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وه، په سیمیروم سیمه کي راغورځېدلي او ټولو بېړنیو ځواکونو ته د تیارسئ امر ورکړل سوی دی.

د هغه په وینا، دغه الوتکه چي د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتي وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه.

د بېړنیو چارو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، چي د پېښي ځای ته چي یوه غرنۍ سیمه ده، هليکوپټر استول سوي دي.

خو د اسمان هوایي شرکت چارواکو ویلي، چي په الوتکه کي یې ټول ۶۶ تنه سپاره و، چې ټول وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...