دې وچکالۍ ته هولودومور ویل کېږي.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو او د هغه میرمني مریانا پرون شنبه د نومبر په ۲۴مه د کیيف ښار په میخایلیفسکا میدان کي د هولودومور یادګاري څلي ته د غنمو له وږو او سرو ګلانو جوړه سوي غونچه کېښيښوده.
په دې ورځ واشنګټن وویل چي د اوکراین په ختیځ کي د روسیې په ملاتړ روان تشدد غندي.
واشنګټن وویل،د اوکراین خلک ارمان لري چي له غرب سره یو رنګ سي، خو مسکو یې د شنډولو هڅي کوي او غواړي چي د اوکراین د خلکو ملي هویت له منځه یوسي.
خو مسکو داسي انتقادونه چي هولودومور د اوکراین د خلکو قتل عام و، رد کړي دي.
د پخواني شوروي تر واک لاندي اوکراین کي له ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۳ میلادي کلونو له ۳ تر ۷ ميلیونه وګړي له لوږې مړه سول.
د روسیې حکومت ردوي چي د پخواني شوروي چارواکو د اوکراین د خلکو د وژلو هڅه کړې وه او ادعا کوي چي په هغه کال کي د سختي وچکالۍ له امله په اوکراین کي فصلونه کمزوري یا وچ سول او د پخواني شوروي په نورو جمهوریتونو کي هم خوراکي مواد کم وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون