پنټاګون وايي، د هغو زرګونو اضافي سرتېرو لپاره چي د امريکا ولسمشر د افغانستان د جګړې لپاره په پام کي نيولي دي، په يوه کال کي تر يو ميليارد ډالرو ډېر لګښت ته اړتيا لري.
د امريکا لوړ پوړو پوځي مشرانو ددغه هيواد د استازو جرګې ته وويل، د هغو سرتېرو چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر په سپارښتنه افغانستان ته لېږل کيږي، کلنی لګښت څه باندي يو ميليارد ډالرو ته رسيږي. په دې سره ټولټال په افغانستان کي د امريکا کلنی پوځي لګښت ۱۲،۵ ميليارده ډالرو ته رسيږي.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس او لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ، چي د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته يې معلومات ورکول، هڅه کوله چي د سنا مجلس غړو ته په افغانستان کي د امريکايي سرتېرو د ډېرېدو په برخه کي ډاډ ورکړي او هغوي قانع کړي، چي د ولسمشر پلانونه به په دې برخه کي ګټور وي.
دفاع وزير وويل، چي د افغانستان پوځ او پوليس په تېرو ۱۶ کلونو کي د لومړي ځل لپاره په بشپړ ډول په عملياتو کي ورښکېل دي او لږ تلفات لري. نوموړی زياتوي، افغان ځواکونه اوس هم د جګړې په ډګر کي د خپلو ظرفيتونو لوړولو ته دوام ورکوي. دغه ستراتېژي شپږ اوونۍ د مخه اعلان سوې وه.