د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريف يو ځل بيا د پاکستان د حاکم ګوند مسلم ليګ رئيس وټاکل سو. هغه د پاکستان د ستري محکمې له خوا د جولای پر اته ويشتمه له صدراعظمۍ لېري کړای شوی وو.
د مسلم ليګ د رئيس په توګه نوازشريف يو ځل بيا وروسته له هغه ددغه ګوند په مقر کي انتخاب سو، چي پارلمان يوه لايحه تصويب کړه او له مخي يې د محکمې له خوا بې واکه سوي چارواکي پرېښودل سول، چي سياسي ګوندونه مخته يوسي. پر نوازشريف تور پوری و، چي د پانامه په قضيه کي يې فساد کړی دی او د کورنۍ ځيني غړي يې هم په همدې سبب تورن شوي دي.
پر دې سربېره چي محکمې هغه له صدراعظمۍ لېري کړ، د هغه او د کورنۍ د ځينو غړيو پر ضد يې د فساد ضد د دوسيې د مخته وړلو امر هم کړی و. پرون د فساد ضد يوې محکمې دنواز شريف او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو محاکمه ددې لپاره يوه اوونۍ نوره وځنډوله، چي په قضيه کي د هغه دخيل بچيان محکمې ته نه وه ورغلي.