د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چي د هند په هوایي برید سخت خواشینی دی.
هغه ویلي چي هند د کنټرول له لیکي او دغه راز له ټولو نړیوالو نورمونو سرغړونه کړې ده او پاکستان د ځان د دفاع لپاره د ورته اقدام حق لري.
هغه دغه راز زیاته کړې چي هند په دې ډول کارونو سره د کړکېچ د کنټرول پر ځای د ستونزو ډیرولو هڅه کوي چي ښي پایلي به ونه لري.
نوموړي دا خبرې په پاکستان کي د هند تر هوایي برید وروسته په یوه ویډیویي پیغام کي کړي دي.
دا په داسې حال کي ده چي هندي پوځي الوتکو د پاکستان په خاوره کي د ترهګرو پر مرکز برید کړی دی او د شاوخوا درې سوه وسله والو د وژلو خبره یې کړې.
د هندي پوځ په وینا په دې بمباریو کي د جیش محمد ډلي د سوق او ادارې یو مهم مرکز هم په بشپړه توګه ويجاړ سوی دی.
د هند پوځ وایي دوی ملکي وګړو ته په دې بریدونو کي هېڅ ډول زیان نه دی اړولی.