پاکستان: خالد خراساني د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی دی

په پاکستان کي د څو بريدوونو مسووليت مننونکي ډلې جماعت الاحرا وياند وايي، مشر يې خالد خرساني د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل شوی دی.

اسد منصور وايي، د مشر ترڅنګ يې نهه نور وسلوال هم په دغه بريد کي وژل شوي دي. عمر خالد خراساني د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کي يې د څو چاودنو مسووليت منلي و.

عمر خالد خراساني چي اصلي نوم يې عبد الولي و په ۲۰۱۵ کال کي د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي سخت ټپي شوي و. دا خبر په داسې مهال دي چي قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ سره نږدې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په دريو بريدونو کي له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي دي. له دې بريدونو وروسته داسې رپوټونه هم و چي د وژل شويو ډېر مړي پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د عمر خالد خراساني وژنه په داسې مهال ده چي د امريکا د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته په سفر روان دي. جماعت الاحرار پر ۲۰۱۴ کال له پاکستاني طالبانو بېله او داعش سره يو ځاي شوه، خو يو کال وروسته يې وويل له پاکستاني طالبانو سره يو ځاي کيږي چي د القاعده ملګري دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...