پاکستان به د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په خاطر د امریکا غوښتني مني

د افغانستان د سولي عالي شورا وایي، خوشبیني لري چي پاکستان دا ځل د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري په بدل کي د افغانستان د سولي په برخه کي د امریکا غوښتنو ته غاړه کښېږدي.

دا اووم ځل دئ چي د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی د ده په خبره د افغان سولي د بهیر ګړندي کېدو له پاره د افغانستان په ګډون د سیمي او اروپایي هيوادونو په سفر وتلی دئ.

د دې سفر لومړنۍ لیدني یې د یکشنبې په ورځ د جون پر دوهمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وې.

د افغانستان د سولي عالي شورا د دارالانشا رئیس وایي، که څه هم د دې لیدني ډېر جزیات نه دي روښانه سوي خو وایي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو ترڅنګ داسي موارد سته، چي ښایي دواړو لورو بحث ورباندي کړی وي.

د ښاغلي داود زي په خبره، پاکستان په لومړي سر کي ادعا کوله چي له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو موقع دوی برابره کړې ده، خو دا یې هم ویلي وه چي طالبان د اسلامي امارت د جوړولو اراده نه لري.

افغانستان او امریکا دواړه پاکستان تورنوي چي تراوسه یې د افغانستان د جګړې د ختمېدو په برخه کي هغسي چي تمه یې وه، همکاري نه ده کړې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...