د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وايي، پولیسو دغه کسان د کندهار په بېلابیلو ناحیو کي نیولي دي.
هغه وايي، دا ټول هغه کسان دي چي په ښار او ولسوالیو کي یې تخریبي او ورانکاره فعالیتونه کول او دغه راز امنیتي ځواکونه او دولتي کارکوونکي به یې په نښه کول.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونو په ښار او ولسوالیو کي امنیتي تدابیر نیولي او خلکو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوي.
دی وایي، چي خلک کولای سي په بېغمه زړه د اختر له پاره توکي رانیسي او خپل اختر په خوښۍ ولمانځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون