طالبانو د سولي ولسي حرکت څلور مهم غړي بېولي

د سولي ولسي حرکت غړي وايي چي وسله والو طالبانو په هلمند کي د دغه حرکت څلور مهم غړي له ځان سره بېولي دي.

په دې اړه د هلمند په مرکز لښګرګاه کي د سولي ولسي حرکت مرکزي غړي باچا خان مولاداد ویلي، چي د تېري پنجشنبې په ورځ د دغه حرکت يو شمېر غړو د وسله والو طالبانو تر واک لاندي ولسوالۍ موسى کلا ته پلى سفر پيل کړ.

ده وويل چي د حرکت غړي پرون ناوخته موسى کلا ته رسېدلي او لس پنځلس کيلومتره چي مخته تللي، له طالبانو سره مخ سوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، په بيول سوو کسانو کي د سولي ولسي حرکت مشر محمد اقبال خيبر، د دغه حرکت وياند بسم الله وطن دوست، د هلمند د هستې مشر غلام سرور غفاري او د ننګرهار د هستې مشر حاجي فرهاد عادل شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادوني ده، د سولي ولسي حرکت پروسږ کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کي پيل سو، چي بيا د دغه حرکت غړو پلى کابل او ځينو نورو ولايتونو ته سفرونه وکړل او موخه يې په هیواد کي د سولي راتګ دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...