د افغانستان د بیارغوني له پاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل تازه رپوټ کی وايي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان – امریکايي پوهنتون سره د امریکا د مرسته سوو پیسو ۶۳ میلیونه ډالر ورک سوي دي، خو دغه پوهنتون یوه بیان کي د سیګار دا ادعا بې بنسټه بولي.
سیګار چي افغانستان کي د امریکا د مرستو رونټیا ارزوي وايي افغان – امریکايي پوهنتون کي د امریکا له مرستو پر هر افغان زده کوونکي د لیسانس څلور کلنه دوره کي نږدې (۱۲۶۰۰۰) یو لک او شپږویشت زره امریکايي ډالر مصرف سوي دي.
د سیګار رپوټ کي راغلي: که د امریکا حکومت هر افغان زده کوونکی امریکا کي کوم کالج یا پوهنتون ته استولی وای، تر دې به یې لږ لګښت پر راغلی وای، چي دلې په افغانستان کي د دوی له پاره په انګریزي ژبي پوهنتون کي سوی دئ.
د افغان-امریکايي پوهنتون بیانیه کي زیاته سوې، چي د امنیتي اندېښنو له امله دا اداره هر کال د خپلي بودیجې له ۲۵ سلني ډېره برخه یا نږدې اووه میلیون ډالره د امنیت په برخه کي مصرفوي او که داسي یې نه وای کړي، نو په ۲۰۱۶ کال کي د طالبانو له برید وروسته د دې پوهنتون بیا پرانیستل ناشونی کار وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون