پاکستاني چارواکي وایي، هغه وتلی ملا او سیاسي مشر یې نیولی چي پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان په لویو ښارونو کي د دې لپاره لاریونونه وکړل چي غوښتل یې اسلام ته د سپکاوي قانون سم پلی سي.
خادم حسین رضوي په لاهور کي له خپلې مدرسې بیول سوی.
د هغه پلویانو د سترې محکمې پر هغي پرېکړي اعتراض کاوه چي تر اوږده بند وروسته یې اسلام ته د سپکاوي په تور یوه نیول سوې عیسوۍ مېرمن بېګناه وبلله او د خوشي کیدو لارښوونه یې وکړه.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري تېره شپه ناوخته پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي، د دا ډول یو ګام پورته کول اړین وو، ځکه دغه تحریک د خلکو سر او مال له زیان سره مخامخ کوي او د مذهب په نامه سیاست کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون