ټرمپ په افغانستان د امريکايي پوځيانو صلاحيتونه زيات کړي دي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبري کړي او ويلي يې دي، چي مخکي له مخکي يې محدوديتونه لېري کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له پوځي چارواکو سره په ليدنه کي وويل، په افغانستان کي محدوديتونه لېري کړل سوي او د جګړې په ميدان کي د قوماندانانو صلاحيتونه زيات سوي دي. د ولسمشر ټرمپ ددې څرګندونو په عکس العمل کي ددفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته وويل، چي د ولسمشر ټرمپ دا کار به له ترورېزم سره په مبارزه کي ډېر ګټور تمام شي. ډونالد ټرمپ مخکي ويلي وه، چي د واشنګتن زره بيني مديريت به د جګړو د بريا سبب نه شي، بلکي د تروريستي او جنايتکاره ډلو د له منځه وړلو په هدف يې د امريکايي پوځيانو صلاحيتونه ډېر کړي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...